زما،، که ،،دما،،  او همداسې ،، زه،، او ،،ما،، ته،،

ډاکتر ماخان مېږی شینواری

0 1,263

پوهیږو او پیداېښتي ده، چې حالونه به په پښتو او الماني کې هرو مرو توپیر لري او دا توپیر به یې دومره کوچنی هم نه وي او دا هم زما ( دما) له پاره بنسټیزه ده، چې د پښتو د لیکنو له پاره مې د الماني لیکنو څخه لار پیدا کړې او غوره د یوه څه لار ده، بیا پرې تګ کېدونکی دۍ یا پرې تګ کېدی شي.

 اوس راځودې خپلې موخې ته، چې باید ښه پام ورته وشي.

موږ ولیدل، چې په الماني ژبه کې د هر حالت به پاره خپل خپلوام نومځای نیوي شته او له هِې څخه جوتیږي، چې د کوم حالت سره سر او کار لرو، خو په پښتو کې موږ داسې روښانه نومځاینیوي یا نه لرو او یا مو په لیکنو کې دا سې سم د حالت په بنسټ نه دي څېړلي او دا به یې زماله پاره نوره هم بده وي، چې که وي او زه ترې نه یم خبر، خو په خواشینۍ باید ووایم، چې موږ په پښتو کې د پوهنیزو څه پیداکول د ن ج له لارې نه لرو. له ځان څخه به ملامتیا لرې کونم او دا په هر ژبه کې ورځنۍ ده، چې په یوه څه ډېر کسان څه لیکي.

زموږ په ولس کې دا ،، زما، ستا ….،، او ،، دما، دتا، ….،، دواړه وېنې یا ویونه شته. په ځنو ځایونو کې زما، ستا، زموږ ستاسو کاروي او بیا په نورو ځایونو کې د ما، د تا، د موږ ، د تاسو، د هغه، د هغوي کاروي، چې په دریم کی کې یې کارونه بیا یو   ډول ده، چې له دې امله زیاتو لیکونکو ته یې په ټولیزوالي کې ستونځې رامنځ ته کیږي. دلته پرې کړه اړيینه ده، چې د ژبلارې له لارې یې کوم سم دۍ؟

  دا ګرامري ستونځه یواځې د لومړي، دویم او د همدې نومځانیوو د زیاتو له پاره په ملکیت کې رامنځ ته کیږي، نو اوس باید پرېکړه دا وي، چې دا ،، د ،، د ملکیت مورفیم  دۍ او یواځې دا ،،د،، دملکیت له پاره جوګه دۍ او که نه د دې لیکنې له دا ،، یواځې،، زما،، او ،، ستا ،، د ملکیت مورفیمونه دۍ د لومړي او دویم کس له پاره. د دریم کس له پاره بیا هم هغه ،، د ،، د ملکیت مورفیم راځي .

راځۍ، چې دا زما، دما او ستا او د تا ،،،،، حالتونه لږ سره وڅېرو.

اړیینه یادونه: موږ به دلته په نومیز حالت باندې هم یوه غزېدلی پام وکړو، چې هلته هم ځنې څه د روښانه ولو له پاره شته.

د دې له پاره لنډ دا حالتونه د پوښتنوسره یوڅېړو

نومیز او که نومه ونیز حالت:

پوښتنې دي: څوک، چا، څه شي

زه ځم. څوک ځي؟  زه

زه مړۍ خورم. پوښتنه: څوک مړۍ خوري؟ ځواب: زه

ته مړۍ خورې.پوښته: څوک مړۍ خوري؟ ځواب: ته

هغه ( پام: دلته ه روښانه ده) مړۍ خوري.  پوښتنه: څوک مړۍ خوري؟ ځوب: هغه ( روښانه ه)

خو دا بیا په ځنو- لکه دلته- کړنویونو کې د تېر وخت له پاره په،، چا،، ته اوړي.

بېلګي:

ما مړۍ وخوړه. چا مړۍ وخوړه؟ ما

تا مړۍ وخوړه. چا مړۍ وخوړه؟ تا

هغه ( دلته ه پڅه ده) مړۍ وخوړه. چا مړۍ وخوړه؟ هغه( دلته هم ه پڅه ده).

دا د ډېرګړو نارینه او ښځینه له پاره د ې غونډالې ګران لوستونکي جوړې کړۍ.

یادونه ۱: زموږ ځنې ادیبان په دې اخرو وختونو کې د  دویم کس د ډېر ګړو له پاره تسو لیکي، نو ګومان مې دۍ، چې هغوي به په دې اند وي، چې ګوندې دا د ته ‌ډېر دي. دا د ،، تا،، ډېر دۍ، نو له دې امله ،،تسو،، ناسم او تاسو لکه تل سم دۍ.

یادونه ۲ : خو په دا ،،نر،، ، چې ځنې ادیبان یې نرینه لیکي، نو ،، نرینه،، او نارينه باندې زه هم پرېکړه نه شم کولی، دا نارینه مو تل لروده، خو د ولې ؟ له پارهیې ځواب نه لرم، نو کېدی شي نرينه وي.

موږ دلته د یوه حالت سره مخامخ شو، چې د ځنو کړنویونو د کړنو سره دا ،، زه، ته،، په ،، ما او تاسو،، بدلیږي. پوښتنه دلته ده، چې ایا دا یوه لار لري او که نه. لار به ورته پیداکوو نه لار به یې ومو، که وه ښه او که نه نو..

دا یوه لار لري:

لومړی: هغه ویونه چې په یو څه نه کرل کیږي، دا په دې مانا، چې دا کړونی یوه پرېکړوني ته اړتیا نه لري، نو په هغو کې دا ،،زه، ته …،، په ،، ما، تا …. ،، نه بدلیږي.

بېلګې: تلل، کښيناستل، درې دل او نور

زه ځم. ته ځې هغه ځي …….

زه تللم، زه تللی وم ، ته تللی وې او هغه تللی وو……

دویم د خاوندوالي حالت: دا ،، دچا،، حالت دۍ. دلته پوښتنه اوس دا ده، چې دا ،، د،، د ملکیت مورفیم دۍ او که دا غونډ وی،، د چا،، د خواندوالي یا مالکیت پوښتنوی دي. دلته د خبرو له پاره اړتیا شته.

په دې حالت کې موږ هم د ژبې له مخې یو ستر پرابلم لرو او هغه دا چې دا ،، دچا،، په ځواب کې، ،، دما، د موږ، دتا، د تاسو،، ( په دریم کې بدلون نه راځي او که ،، زما، زموږ، ستا او ستاسو،، سم دي( په دریم کې بدلون نه شته).

په پښتو ژبه کې د ،، زما او ….،، ویونکي په لیکلوست کې مخ ته دي، نو له دې امله دا ،،زما او … ،، د خواندوالي ځای نیولی.

که د ،، د ،، مورفیم د خاوندوالي مورفیم وي، ڼو بیا د ژبلارې سره سم ،، دما او … ،، سم دي، چې ټولیز باور یې هم په همدې بنسټ پوره کیږي، دا په دې مانا چې د لومړي ، دویم او دریم کس له پاره یو ډول راځي او ژبپوهانو ته بیا په ترې پوهېدنو کې ورسره ستونځې نه پېښيږي.

دریم: د ،، چا ته،، حالت:له الماني څخه پښتو ته یې دا د داتیو حالت دۍ، زهنه پوهېږم، چې موږ یې څنګه وبولو او ایا دا پهپښتو کې رښتیا هم حالت پهګوته کوي او که ؟ پهدې باید پوهنیزې څېړنې او خبرې وشي. دلایل راوړل شي او سره پرې باوري شو.

دا څپلۍ سپین یا هغه ته ورکوم. دا څپلۍ چا ته ورکوم؟ هغه ته.

څلورم: د ،،پرچا،، حالت: دا چې دا اهم حالت کېدی شي، موخه ور خو دۍ، خو لکهد مخه هم خبرو ته اړتیا ده.

څپلۍ پر هغه پلورم. څپلۍ په ( پر) پولرم؟ پر هغه.

دویمه د خبرو موضوع مو د(له)… سره، څخه ده. دا مې هم له ډېره وخته په اند کې وو، چې یوه لیکنه پرې ولرم.

کوم یو  او ولې سم دۍ؟: له تا سره کورته ځم او که د تا سره کورته ځم

د ننګرهار شینوارو اچین ولسوالۍ سره مې هغه ولیده. یا که

له ننګرهار شینوارو اچین ولسوالۍ سره مې هغه ولیده

د رغنځي سره څنګ کې او که له رغنځي سره څنګ کې.

خبره په دې کې ده چې، دا ،، د( له) رغنځی،، سره نږدې دي او که نه دا د یا له د سره یو سرکومپوزېښن دۍ. په دې باید څېړنې وشي.

که دا ،،سره،، پوستپوزېشن وي، نو بیا دا ،،د،، او نه ،، له،،  سم دۍ او که دا ،، د(له) … سره، سرکومپوزېشن وي، نو بیا مو خوښه.

بیا د حالت له پاره لنډ زما وړاندیز د پوښتنو له لارې:

لومړی:  څوک، چا، څه شی.

دویم: د چا ، د څه شي،

دریم: چا ته، څه شي ته

څلورم:پرچا، پر څه ( دې کې زه داسې لږ په چرت کې یم)

او که یادونه: موږ هم دا یو حالت یعنې د،، څوک، چا، څه شي،، حالت لرو؟

نور نومونه او څه مو چې زړه غواړي د ګرانو ژبپوهانو دنده ده.

په ډېره بخښنه چې بیا مو دې ته پام را اړوم: موږ پوهنیز څه بې له یوې دباندنۍ غښتلې ژبې پرته نه شي کېدلی، ځکه چې پوهنه د چرت کار نه دۍ او د پوهېدلو کار دۍ، چې بیا پوهولی شو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply