د پاکستان او عربستان ترمنځ مناسبات د پاکستان د دوه مخي سياست له کبله وران شوي او داسې ښکاري، چې اسلام آباد خپل يوازينی ستراټيژيک ملګری هم له لاسه ورکړی دی.

سعودي عربستان له پاکستان سره د ګډې همکارۍ او ملګرتيا اوږده مخينه لري، خو په سيمه کې د اسلام اباد غيرشفاف بهرنی سياست د دې لامل شو، چې عربستان د پاکستان پرځای پر بديل انتخاب فکر وکړي.

عربستان تمه لرله، چې له پاکستان سره د ميلياردونو مرستو په بدل کې دغه هېواد خپلو دوه اړخيزو ګټو ته ژمن وساتي؛ خو پاکستان له رياض سره دوکه وکړه او په سيمه کې د عربي متحده اماراتو له سرسختو رقيبانو لکه ايران او ترکيې سره اړيکې وغزولې.

له ايران او ترکيې سره د اسلام آباد د نږدېوالي څرګند پيغام دا دی، چې پاکستان نور د عربستان ګټو ته ژمن نه دی او د عربستان په مشرۍ د اسلامي کنفرانسونو سازمانOIC پرضد د يوې بلې اسلامي جبهې د رامنځته کولو په هڅه کې دی. داسې اسلامي جبهه او جوړښت چې د نړۍ په کچه د سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو ايتلاف ته سخت زيان رسولی شي.

د عربي رسنيو د راپورونو پر بنسټ، عربستان له همدې کبله د کشمير په مسله کې د اسلام آباد څرګند ملاتړ ونه کړ او په غیر مستقيم ډول د هندوستان په ګټه يې خپله رايه وکاروله.

عربي رسنيو راپور ورکړی، چې عربستان له پاکستان څخه د ۶.۲ میلیارده ډالره ورکړل شوي پور غوښتنه هم کړې، خو پاکستان د چين په مرسته يوازې يو مليارډ ډالره يې بېرته ورسپارلي دي. له دې سربېره عربستان اعلان کړی، چې پاکستان ته د نفتو د صادراتو بهير هم دروي.

رياض پلان لري، چې پر اسلام آباد د سختو بنديزونو ترڅنګ نور فشارونه هم زيات کړي او د همدې فشارونو يوه برخه له عربستان څخه د پاکستاني اتباعو شړل او اخراجول دي.

د پاکستان د اکسپرس نيوز د راپور له مخې، په ورستيو میاشتوکې له عربستان څخه يو شمېر پاکستانيان په ناڅرګندو دلايلو شړل شوي دي.

د پاکستان او عربستان د رسمي شمېر له مخې دمګړۍ په عربستان کې شاوخوا ۲ ميليونه پاکستانيان په ډېرو سختو شرايطوسره کار کوي او کابو ۲۵۰۰ دوه نيم زره پاکستانيان په ترهګريزو بريدونوکې د لاس لرلو په تور د عربستان په بند خونوکې اېسار دي.

راپورونه وايي، چې له دغو پاکستاني زندانيانو څخه يو شمېر يې له محکمې پرته په مرموز ډول د عربي جلادانو پر لاس وژل شوي هم دي.

که څه هم تر دې دمه په پاکستاني رسنيوکې له عربستان څخه د پاکستاني اتباعو د شړل کېدو او وژل کېدو مشخص دلایل په ډاګه شوي نه دي؛ خو داسې ښکاري، چې په سيمه کې د لوبې بڼه بدله شوې او دا اقدامات له اسلام آباد څخه د رياض او ابوظبي د نارضايتۍ وروستی حد په ډاګه کوي.

پاکستان اوس د سیمې په کچه د معادلې په هېڅ ځای کې نه راځي، ځکه ټول پوهيږي چې پاکستان د عربستان پر پيسو يو نسبي اټومي ځواک ته رسېدلی او له عربستان پرته خپل خر له خټو نه شي ايستلی.

که څه هم پاکستان غواړي له ايران سره خپلې سوداګريزې اړيکې خوندي وساتي؛ خو تهران هم پر اسلام آباد باور نه لري، ځکه د يمن پرضد د عربي اتحاد په جګړه کې پاکستان لوی لاس درلود او دا جګړه په مشخص ډول په سيمه کې د ايران د متحدينو د ځپلو په موخه پلان شوې وه.

ایران او عربستان د اسلامي نړۍ دوه قطبونه دي، چې په دوی پورې سني او شیعه نظامونه نښتي دي، خو اسلام آباد دا ظرفيت نه لري چې د يو مهم عنصر په توګه د دغو دواړو قطبونو ترمنځ ډپلماتيک توازن خوندي کړي.

اوس په سيمه کې سياسي معادلې د پاکستان او ايران پر ضد روانې دي. د پنجشنبې پر ورځ د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ اعلان وکړ، چې عربي متحده امارات د ايران له تاريخي رقيب اسراييل سره تاريخي سوله کوي.

له اسراييل سره د متحده عربي اماراتو سوله د پاکستان او ايران د مخالفينو صف غښتلی کوي او لږ ترلږه هندوستان، افغانستان او عربي متحده امارات هغه هېوادونه دي، چې په سيمه کې هر ډول معادله د خپل په ګټه بدلولی شي.

په ورستيوکې له هندوستان او افغانستان سره د رياض ښه مناسبات پر پاکستان لا نوره هم ساحه تنګه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې له تېرو پنځو کلونو راهيسې له افغان حکومت سره د سعودي عربستان اړيکې خورا نږدې شوي دي. هغه عربستان چې پرون يې په افغانستان کې د طالبانو اسلامي امارت په رسميت پېژندو؛ خو نن طالبانو ته د ترهګر خطاب کوي.

بل پلو کابل هم په ورستيو پنځو کلونوکې هڅې کړي، چې په افغانستان او سيمه کې د سولې او ثبات د ټينګښت لپاره د عربي متحده اماراتو په مشرۍ د اسلامي هېوادونو اجماع جوړه کړي. دا نيم بنده؛ خو اغېزمن اجماع د افغان سولې په برخه کې د پاکستان نقش کمرنګ کړ او د پاکستان پر مخ د جګړې د مشروعيت ټولې دروازې يې وتړلې.

که څه هم پاکستان تل هڅه کوي، چې د افغاني طالبانو پر مټ په افغانستان کې پراخ نفوذ ولري؛ خو له دې وروسته دا سناريو کارنده نه ده، ځکه سعودي عربستان د اسلامي نړۍ د مرکز په توګه د فتوا او جهاد ستره مرجع ګڼل کيږي او عام ذهنيت نور د پاکستان پر سياسي فتواګانو باور نه کوي. په همدې اساس سعودي عربستان او متحده عربي امارات د افغان سولې په بهيرکې له افغانستان سره برخليک ټاکونکې مرسته کولی شي.

که چیرته پر پاکستان د سعودي عربستان لخوا فشارونه ډېر شي، پاکستان د چین د نفوذ په لمنه کې په کامل ډول ډوبيږي او له دې کار سره د اسلام آباد- رياض مناسبات په لويه کچه خرابېدلی شي. ځکه عربستان د امریکا متحد دی او چین د امریکا رقیب.

اوس افغان حکومت پورې اړه لري، چې په کوم ډول ډپلماسۍ کولی شي د سيمې په کچه له رامنځته شوي فرصت څخه د افغانستان د سولې، پراختيا او عظمت لپاره ګټه واخلي.