!د ښځينه پوليسو درناوي او امنيت ته جدي پاملرنه وکړئ

سيد حسين پاچا

0 681

د ولسمشر غني او کورنيو چارو وزارت پام وړ :

د ښځينه پوليسو درناوي او امنيت ته جدي پاملرنه وکړئ!

د ښځينه کارمندانو درناوی او ساتنه (امنيت) د دولت ملي – اسلامي واخلاقي دنده ده

د رباني د وخت پېښه بيا بايد تکرار نه شي چې له شپږ مياشتني تپ وتلاش وروسته يې ايله دومره ورته ليکلي وو ((زنش بدهيد!))

د ښه کرکټر څښتن هېڅکله له خپل واکه ناوړه ګټه نه پورته کوي، خو بې ادبه، له خدايه ناترسه او بېعزته کسان د خپل ضمير ووجدان پر خلاف کړنې ترسره کوي. په دې هيله چې مرتکب يې پيدا او د قانون منګلو ته راکش کړئ چې بيا بل بېوجدانه او بېضميره دغسې بېوجدانه او بېضميره کړنه ترسره نه کړي. ولې د ښځينه کارمندانو فرياد نه اورېدل کيږي؟ په دنده کې له ښځينه کارمندانو سره ناوړه چلند د اسلامي ارزښتونو سره سمون نه خوري. کورنۍ تربيه او اصالت ښه شی دی.

ښاغلی ولسمشره،

له آغلې فاطمه احمدي سره چې د خپل کارځاي د مشرتابه له لورې له واکه د ناوړه ګټې اخېستنې په صورت کې څه زياتی شوی بايد لاسنيوی وشي او ناهيلۍ ته پرې نه ښوول شي.

آغلې احمدي تاسې ته ليکي :

((ښاغلی ولسمشر او د کورنيو چارو ښاغلی وزير تاسو خو ښځې هڅوئ چې پوليسو ته راشئ، تاسو يې اول امنيت ونيسئ. اوه کاله کېږي چې ما خدمت کړی، بهر د قاتل له لاسه ورځ نه لرم او کارځی کې مې د خپل امر له لاسه ورځ بده ده)).

دا ولس د تېر جهادي پير له مخکېني ولسمشره ترخې او بدې خاطرې لري چې يو زورواکي له چا خپله منکوحه مېرمن په زور ستنه کړې وه چې له ډېر کړاو او خواريو او واسطو يې ايله تر هغه پورې ځای رسولی وو او هغه ورته په عرېضه ايله همدومره ليکلي وو :

((زنش بدهيد!)).

چېرته چې زمکه او غونډۍ دي هغه خو يې ټول خېټې ته واچول او مزار (قبر) يې هم بې برېښنا کيږي او د برېښنا لګښت هم نه ورکوي. لوړ ښوونيز بنسټونه يې هم په نامه دي، خو له بل لورې بيا لا تراوسه له ښځينه کارمندانو سره په کارځي کې داسې ناوړه چلند کيږي او بيا هم څوک يې د مظلوميت غږ نه اوري، نو دا به د حکومت لپاره هم ډېر په بده تمامه شي چې د خپلو ښځينه کارمندانو ساتنه نه شي کولی او نه يې غږ اوري.

په درنښت

سيد حسين پاچا

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply