د سولې پڅ پیچ سلیپ شو

عبدالرووف لیوال

0 698

پاکستان غواړی چې داسلیپ شوی پیچ په خپله خرادی کې مرمت او شوکاری کړی – خومې بولی .

د پورتنی ( لید) د روښانتیا لپاره به یوه بیلګه تاسو درنو ته وړاندې کړو:

که چیرې په کوم ځای کې ددو قومونوترمنځ جګړه پیښه، اړیکې یې سره ترینګلې او دوښمنی پیدا شی- نوبایدداسې دریم ګړی (مشران یا سپین روبی) د سولې لپاره ډګر ته راودانګی چې دشخړې له هیڅ خواسره تړاوونه لری اوسوله هم دهغه ناپیلی مشر یاقوم له خوا کیږی چې، له کوم لوری سره خوا خوږی یا دوښمنی ونه لری .

د سولې د پلاوی په دې وروستی نوملړ کې داسې کسان ګډون لری چې خپله د لانجې یوه برخه دی، لکه کرزی ، سیاف ، قانونی، خلیلی ، محقق، دوستم ، اسمعیل خان ، حامد ګیلانی، ذبیح الله مجددی او………

دا همدوی ووچې په تیروشلو کلونوکې یې دوزارتونوڅوکی وڅرخولې ، له شوراګانو،لویوجرګو،پارلمان،مشاوریتونو، ولایتونو او له نورو ډالری ګودرونونه په چپاو اوتالان سره تیرشول (خپلې کڅوړې یې ډکې کړې)

له جهادی ، تنظیمی، قومی ، سمتی او قبیلوی مشرۍ نه په سوک او درغلۍ سوبمن راووتل ، بې حسابه ډالری اکونټونه یې په بانکونوکې جوړ، خپل کهول یې پوره بسیا کړاوسربیره پر دې اوس بل منصب دسولې پلاویتوب یې هم په نصیب شو.

آیا کیدای شی د دوی پواسطه چې د جګړې ،ګډوډۍ ،یلغار اوفساد له لارې یې پورته منصبونه خپل کړی ، سوله راشی ؟ هیڅ کله نه

تاسوفکر وکړی چې دافغانستان په ۳۲میلیونه نفوس کې بل څوک پیدا نه شو ،چې کوم ځل یې په پورته منصبونو کې دخلکو چوپړکړای وای ؟ (قحط الرجال وو) – ځکه دې  خبیثه کړۍ نه غوښتل چې ددوی منځ ته کوم بل  څوک ورننوځی

په تیرو نولسو کلونوکې ددې خبیثه کړۍ کړنلاره دا وه :

– پام کوی کار اهل کارته ونه سپاری چې ګوډې ماتې سره کوشیراوویې رغوی.

– هغه کسان پورته څوکیو باندې وګومارۍ چې ژرغلام کیدای شی یعنی تاسو ته له پخواخړ سترګی او(دکوم ناوړه کار له امله شرمیدلی وی)

– ترڅوکولای شی خلک له سیانس اوعلمی کتابونو او برنامو نه لرۍ وساتی (تُرکی سیریالونه او(روبرو)غوندې برنامې خپرې کړی) او داسې پلانونه جوړ کړی چې (ځوان کهول) پوه نشی چې څه یې زده کړی ؟

– له همدااوس نه صادق ، باوجدانه او وطنپالونکی ګوښه وساتی اوویې ځوروی.

– تر څو کولای شی د رشوت ، دولتی او لارو پاټکونو په واسطه قیمتی راولی ، چې خلک په خپلو جنجالواخته اوډوب وی اودپرګنو ترمنځ بی اتفاقی واچوی.

نو ترڅو چې پرته له پورته خلکو ، د سولې په پلاوی کې بې پرې خلک، اکاډمیک کسان ـ منورې اوبی، بی ښځې – روڼ اندي راشد ځوانان شتون ونه لری دا پیچ به همهاغسې سیلیپ او د پاکستان د خرادی دستګاه هیڅ هم نه شی کولای ، ځکه اوس نوی سلنه خلک پوه دی چې پاکستان په افغانستان کې کومې موخې لری.

دا خولاپریږدی چې  دسولې څرخ د بهرنیانو په لاس څرخی او افغان ولس له دې څرخ نه ډیر لرې ساتل شوی اوکه دا څرخ په حرکت هم راشی – اروړه کنګړ به ترې راووځی اوبس.

کنګړ: دژوودخوراک پاتې شونی.

 ای لویه ربه ! زموږ هیواد ته سوله راولې !

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply