امریکایي خبریالې سینتهیا ریچي پرلپسې د پاکستان پخوانی لومړی وزیر او ګڼ شمېر چارواکي پر هغې په جنسي تېري تورن کړل، اوس یې کورنیو چارو وزارت پرېکړه کړې چې په ۱۵ ورځو کې دې دغه خبریاله له پاکستان څخه ووځي.

سینتهیا ریچي له وړاندې په اسلام اباد کې مېشته ده او له هغه ځایه امریکایي رسنیو سره کار کوي او د پاکستان کورنیو چارو وزیر یې د ویزې غځول رد کړي او هغه یې تورنه کړې چې پاکستان کې حساسیتونه راپاروي.

سینتهیا ریچي د پاکستان پخوانی لومړی وزیر شوکت عزیز، د پي پي پي ګوند ګڼ مشران، د کورنیو چارو پخوانی وزیر رحمن ملک او یو شمېر نور چارواکي تورن کړل چې له هغې سره یې په زور پخپلو دفترونو کې جنسي تېری کړی او هغې نورو بهرنیو ښځینه خبریالانو ته خبر ورکړ چې پاکستان د هغوی لپاره خوندي نه دی.

امریکی خاتون سنتھیا رچی نے رحمان ملک پر زیادتی کا الزام لگا دیا - آج کل