دوی وایي، دغه جنګیالي د جګړې له لیکو او رهبرۍ سره د اړیکو او د هغوی د ترغیب پر اساس بېرته د جګړې ډګر ته ستانه شوي دي.

د قطر د هوکړې پر اساس، طالب بندیانو له امریکا سره منلې وه چې د دوی خوشې کېدونکي بندیان به په کورونو پاتې کېږي او بیا به د جګړې ډګر ته نه ستنېږي، خو د فارن پالیسي د وروستیو موندو په اړه نه طالبانو او نه هم امریکا تر اوسه څه ویلي دي.

وړاندې ګڼ داسې راپورونه خپاره شوي وو چې د جګړې ډګر ته د خوشې کېدونکو طالب جنګیالیو بیا ستنېدل دوه عمده عوامل لري: لومړی دا چې د طالبانو د جګړې او په قطر کې د سیاسي دفتر ترمنځ فاصله ایجاد شوې او جنګیالي د خپلو مشرانو اوامرو ته غوږ نه ږدي او دویم دا چې؛ طالبان د افغانستان د روان وضعیت د حل یوازینۍ لار په جګړه کې ګوري او په سیاسي لارو چارو باور نه لري. په دواړو صورتونو کې ټینګار پر دې دی چې له دې ډلې سره باید خورا محتاطانه چلند وشي.