عبدالله: دایمي اوربند به د خپلمنځي خبرو د اجنډا په سر کې وي

0 592
د مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله له العربیه ټلویزیون سره په یوه ځانګړې مرکه کې ویلي، چې د سولې خبرو پيلېدو پر وړاندې وروستی خنډ چې د بندیانو خلاصون وو لرې شوی دی.
عبدالله وايي د بین الافغاني مذاکراتو مهم ټکی به اوربند وي.
نوموړی وايي، ممکن بین الافغاني مذاکرات پيچلي پړاونه ولري او ممکن په څو مرحلو کې تر سره شي.
هغه وايي د قطر تر څنګ ځینو نورو هېوادونو هم د بین الافغاني خبرو د پیل لپاره چمتووالی ښودلی، خو د اوس لپاره قطر هېواد غوره شوی دی.
عبدالله وايي له طالبانو سره په خبرو کې د جمهوریت ارزښتونو او د تېرو ۱۸ کلونو لاسته راوړنو څخه دفاع کوي، چې په همدې تړاو یې، مرکچي ټیم ته هم لازمه لار ښوونه کړې ده.
نوموړي د سولې په پروسه کې د ځینو نورو هېوادونو په ګډون د پاکستان په رول ټینګار وکړ خو دا یې وویل چې پاکستان دې له خپل نفوذ څخه په استفادې چې په طالبانو یې لري دا ډله سولې ته وهڅوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply