د راپورونو له مخې، کله چې محسن داوړ غوښتل بلوچستان ته ولاړ شي د کویټې هوایي ډګر کې پوځ هغه ونیوه له ځان سره نامعلوم لوري ته وړی دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین پخپل فېسبوکپاڼه لیکلي: «په پاکستان کې د د پارلمان د یو غړي دغه حال دی چې ازادانه تګ راتګ نشي کولی، نو په دې ملک کې به د نورو پښتنو څه حال وي؟ په بلوچستان کې دې حکومت پوځي کړنې سمدستي ختمې کړي.»

پشتین له پښتنو سره د پوځ چلند غندلی او دا یې د ټولو نړیوالو قوانینو خلاف عمل بللی دی.

محسن داوړ یو ځل وړاندې هم پاکستاني ځواکونو د تاوتریخوالي کولو په تور نیولی و او درې میاشتې یې بندي کړی و. دغه راز منظور پشتین هم زندان تېر کړی دی.

شمالي وزیرستان کې خبریال اسمعیل داوړ وایي، سمدستي پښتون ژغورنې غورځنګ څه نه دي ویلي، خو که هغه تر سبا راخوشې نشي، ښایي غورځنګ د ټول پاکستان په کچه لوی لاریونونه وکړی.