د پښتون ژِغورنې غورځنګ چې په دې وروستیو کې د پښتنو د انسجام لپاره سوات، وزیرستان او ټولو قبایلي سیمو ته سفرونه کړي او پایله یې هم مثبت ده، نو پوځ ترې سخته وېره لري.

د محسن داوړ مخه هم د همدې لپاره نیول شوې چې بلوچستان ته د هغه په تللو او د حیات الله بلوچ له کورنۍ سره د غمرازۍ په کولو سره به پښتون ژغورنې غورځنګ د بلوچانو خواخوږي هم ترلاسه کړي، نو په همدې دلیل پوځ هغه نیولی دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ تل ویلي، چې پاکستاني ریاست له پښتنو او بلوڅانو سره ظالمانه چلند کوي او تل یې له حقونو محروم کړي او د استخباراتي لوبو په ترڅ کې ځپلي دي.

منظور پشتین یوه ورځ وخت ورکړی و چې که نن محسن داوړ خوشې نشي، نو په پاکستان او نوره نړۍ کې به د هغه د خوشې کولو لپاره پراخ لاریونونه وشي.