ناول او رومان یو ژانر دی

ژباړه او ترتیب: حمیدالله عمرخېل

0 1,196

ناول انګلیسي توری دی، چې د ایټالوي له novella څخه اخیستل شوی. د نوي او واړه معنا ترې اقتباس شوې ده، مګر په نورو اروپایي ژبو کې د ناول پر ځای د رومان کلمه کاروي، چې د رومانس څخه اخیستل شوې. رومان په اصطلاح کې د اوږده داستان روایت دی، چې په ۱۶۰۵- ۱۶۱۵ کې د اسپانوي لیکوال میگِل سروانتس ساآودرا له اثر (دون کیشوت) سره وزېږد. دون کیشوت یو خیالي پهلوان و چې لاس او پښې یې نه وې؛ خو ماته یې نه منله.

فرانسوي رومانونو یې اساس کېښود او اروپایي رومان لیکوونکو تکمیل کړ. که څه هم مخکې افسانې، اسطورې، کیسې، نکلونه او حماسې موجودې وې؛ خو د فورم او محتوا له مخې له رومان سره توپیر لري. کله چې انسان خپل ځان وپېژاند او خپل فردي هویت یې پیدا کړ، رومان هم وزېږد. ځکه مخکې له رنسانس دورې څخه انسان نه خپل ځان پېژنده او نه یې هویت درلود، د مذهبي او اقتصادي تشکیلاتو او ټولنیزو مؤسسو سره تړلی و. اراده او سرنوشت یې له یوې ډلې سره و.

د رومان یعني (د ناول معادل) ډېر تعریفونه شوي دي، انګریز کره کتونکی ویلیم هزلیت وایي: (رومان، هغه داستان دی، چې واقعیت ته نژدې د بشر د عاداتو او حالاتو په اړه لیکل شوی وي، لکه د بزرک علوي رومان (سترګې یې) رومان له اولسمې پیړۍ وروسته د بشري ژوند تحول سره یې نوره هم ښکلا پیداکړه او په شرق او غرب کې هم پرمختګ وکړ. د اکثره رومانونو عناصر د ژوند واقعي پېښو ته ورته دي؛ خو تمثیلي او تخیلي رومانونه هم شته، چې له واقعیت څخه په تقلید نه دي جوړ شوي او د ټولنې واقعي تصویر هم نشي وړاندې کولای. 

د ناول حجم له ۴۰۰ څخه تر ۱۰۰۰۰ مخونو یا له دې څخه هم ډېر مخونو کې لیکل کیږي.

ویل کېږي چې رومان د یو زرو یوه شپه ( الف ليلة وليلة ) کیسو تر اغېز لاندې رامنځته شوی دی.

ناول په لومړیو کې د روایتي شعر په شکل و، وروسته  نثر کې راڅرګند شو.

د ناول هدف د ژوند پېژندل نه دي بلکې تخیل سره د هغه تصویرول دي یعنې نوی لید چې د رومان لیکوونکي د کار اساس جوړوي.

د ناول کلمه په اوسنۍ بڼه په اتلسمې ميلادي پېړۍ کې سر رااېستی دی. وروسته بيا له انګليسي او هسپانوي څخه په نورو ژبو ورګډه شوې ده.


مور يې ايټالوي کلمه novella  ده، چې د (نوي)، (خبر) او (نوې لنډې کيسې) په معناوو کارول کېده. نيا يې، يعنې لاتيني کلمې Novus (هم د (نوي) معنا لرله. 

اوس هم د نړۍ په ګڼو ژبو ناول ته رومان، او په ځینو کې رومانس وايي؛ نو ویلای شو چې رومان د ناول یو ډول دی. لکه ناول نور ډولونه هم لري، تاریخي، جاسوسي ، سیاسي او نور … رومانتیک یا عشقي ناول ته همدا رومان یا رومانس وایي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply