ولسمشر غني خطرناک وخت کې قطر ته روان شوو

هلمند پردېس

0 1,054

ولسمشر غني  اوسني وخت کې تر بل هر وخت د ډېرو ننګونو او چېلنجونو سره مخ دى،ځکه چې پاکستان په دې وروستیو کې ډېره ماهرانه او مدبرانه حملې او سياسي ګوزارونه ورباندې وکړل،چې تر ډېره ورباندې کمياب او نتیجه يې هم مثبته ده.
تر ټولو اول يې فزيکي جګړې ته زور ورکول دي،چې د افغانستان په ښارونو او ولسوالیو کې روان دي،او درانه مالي او ځاني تلفات هم لري او ورسره څنګ کې کور دننه د مذهبي توندلارو راپورته کول او د مخامخ ټکر کولو او ګوتڅنډنې دي،چې ولسمشر يې ورباندې وداړلو،او همدارنګه د ده نيمايي سياسي شريک د سولې عالي شورا رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله پاکستان ته تګ او د عبدالله عبدالله د مشاويرينو په سوشل مېډيا کې د پاکستان په ګټه تبلیغاتي کمپاين او عملاً ملاتړ د دې په مانا ده،چې د ده نيمايي سياسي شريک ټيم د راتلونکي سياسي فرصت لپاره د پاکستان سره په خپل نرخ سودا کړى ده.
خو تر ټولو مهم چې د ولسمشر غني لپاره هر وخت د بريا کيلي بللى شوى وه،د وطنپرسته ځوان نسل ملاتړ وو،چې په دې اواخرو کې د ده د مشاورينو غلطو لارښونو او د ده د کمزوري سياسي شاته تګ له وجې ميدان مذهبي توندلارو ته پريښودو اوځوان نسل يې په لوى لاس ناهيلي کړو او د دوى ملاتړ يې لاسه ورکړو .
پاکستان دغې هر څه ته مخکې له مخکې ډېره ښه حسابي کړى وه،ځکه يې په يوه وخت ولسمشر غني تر ډېرو ګوزارونو لاندې راوست،د جمهوريت سالار او ټيم يې هم دغه لوبه د اوس وخت لپاره بايللى ده،خو که دا سلسله همداسې دوام ومومي نو ډېر زر به راتلونکې کې د نورو سترو ماتو سره مخ شي او افغانستان به د نورو تحولات شاهد وي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply