مخامخ خبرې او د تاوتریخوالي دوام

عبدالمنان توحیدیار

0 518

دې ورځې په تمه و چې یوه ورځ به راځي چې طالبانو او د افغانستان د اسلامي جمهوریت پلاوی به مخامخ خبرو ته کیني او د جګړې موضوع به د خبرو له لارې حل کوي.

دا ورځ افغانانو په ډيره قربانۍ ترلاسه کړه، افغان حکومت طالبانو ته ډير انعطاف وښود چې د سولې خبرې پيل شي، دا انعطاف د افغان حکومت مجبوریت نه و چې طالبانو یې درلوده، بلکې دا د افغان حکومت هغه مجبوریت و چې خپل ولس پرې فشار راوړی و.

د طالب زندانیانو خوشې کیدل، د لوی جرګې راغوښتل او ځینې نورو موضوعات چې افغان حکومت ومنل، د دې چې ولسونو ترې سوله غوښتله.

طالبان او یا نور د هغوی ملګري که داسې انګیري چې ګنې افغان حکومت له جګړې ستړی دی او نوره جګړه نه شي کولی، دا برداشت یې غلط دی، بلکې دا د افغان حکومت مجبوریت و چې ولسونو پرې فشار راوړی و چې په افغانستان کې دې د جګړې پلمې ختمي کړي او د طالبانو هغه غوښتنه چې د زندانیانو د خوشې کیدو لپاره لري، پوره دې کړي.

خو طالبانو په مقابل کې څه وکړل؟

له هغې ورځ چې زندانیان خوشې شوي له زر زیات ملکي وګړي د طالبانو په چاودنو او مخامخ جګړه کې شهیدان شوي او ټپيان شوي دي.

دغه راز د زندانیانو له خوشې کیدو وروسته طالبانو تاوتریخوالی زیات کړی چې د مالوماتو له مخې له زرو زیات افغان ځواکون ته پکې مرګ ژوبله اووښتې.

طالبانو ته د دې دوه چنده مرګ ژوبله په دې موده کې اووښتې ده، نو ګټه چا وکړه؟

ګټه افغان دښمنه هېوادونو وکړه چې له کلونو راهیسې افغانستان کې په جګړه پانګونه کوي او داخلي کړۍ لکه طالبان ورته زمینه سازي کوي چې وینه تویدنه دوام پيدا کړي.

لږ تر لږه طالبان دې په دې فکر وکړي چې افغان حکومت د سولې لپاره څه اراده لري او ولې یې لري.

لږ تر لږه طالبان دې د دې افغانانو غږ واوري، له دوی دې وپوښتي چې سوله په کومه قیمت وشي او جګړې دوام د چا په زیان او د چا په ګټه دی.

طالبان هم په دې ټولو موضوعاتو پوهیږي، خو هغوی چې له بهرنیو افغان دښمنه هېوادونو امکانات اخلي، د جګړې لپاره یې اخلي او که یوه ورځ جګړه و نه کړی، امکانات پرې بندیږي.

طالبان دې د خپلو وژل شویو وسله والو کورنیو ته لږ درناوی وکړي، لږ دې د هغوی پوښتنه وکړي چې څه وضعیت کې دي.

طالبان دې لږ تر لږه په دې فکر وکړي چې د جګړې دوام به نورې څومره کونډې کړي، څومره میندې به بورې کړي او څومره ماشومان به یتیمان کړي.

خو سوله کې د ټولو خیر دی، تاوتریخوالي کموالي کې د ټولو ګټه ده، د دې خاورې د دې وطنوالو او حتا د طالبانو ګټه پکې ده، نو ولې اوربند نه کوي، ولې تاوتریخوالی دوام پيدا کوي؟

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply