طالبانو د سولې پروسه ځنډوي او جګړه زیاتوي

عبدالمنان توحیدیار

0 642

قطر کې نن ۱۷مه ورځ ده چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ مذاکرات پيل شوي، خو تر نن دې مذاکراتو کې هغسې پرمختګ نه دی شوی، څنګه چې لازم دی.

له دوحې مالومات دا دي چې د طالبانو په وړاندیزونو د افغان حکومت مذاکراتي پلاوي خپل بحثونه پای ته رسولي، خو د طالبانو خپلمنځي بحثونه او پریکړې ځنډنۍ دي.

د جمهوریت پلاوی عمومي مجلس پیل ته چمتو دی، ټولې خبرې یې فیصله کړي خو دا چې د طالبانو خپلمنځي بحثونه پریکړې ځنډنۍ دي، دا پروسه یې له ځنډ او خنډ سره مخ کړې ده.

د افغان حکومت او طالبانو د تماس ډلې تیرو ورځو کې اتلس مواردو باندې موافقې ته رسیدلي، د خبرو لپاره چوکآټ مشحص دی او د کابل سیاسیتونه د دوحې په مذاکرتو کوم اغیز نه لري.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې ځينو موارد طالبانو حیثیتي کړي او غواړي له امریکا سره شوې هوکړه کې ځینو مواردو باندې بیا بحث وکړي. همدا لامل دی چې امریکا سره هوکړه کې هم ځینې موارد طالبانو نه دي عملي کړي.

جمهوریت پلاوی تراوسه له طالبانو سره د هغوی په ټایټل نه دي موافق شوی چې د طالبانو د ډلې او که کوم بل نوم باندې یې وپيژني.

د افغان حکومت مذاکراتي پلاوي وخت نه دی ضایع کړی، بلکې طالبان کوشش کوي چې وخت ضایع کړي، په داسې حال کې چې خلک سرعت غواړي.

د تاوتریخوالي له زیاتیدو د وسیلې په توګه طالبان کار اخلي چې پر حکومت د خلکو فشار زیات شي، له همدې کبله یې د سولې له خبرو سره یو ځآی جګړه شدیده کړې.

د افغان حکومت مذاکراتي پلاوي ډاډ ښودلی چې د ارزښتونو په دفاع کې نه ستړي کیږي او هر څومره بحثونه چې وي ، پلاوی چمتو دی چې تر بحث لاندې یې په حوصله سره پر مخ یوسي.

یوه څه باید ښکاره وه چې د مذاکراتو پروسې مدیریت د حکومت په لاس کې نه بلکې د مذاکراتي ټیم په لاس کې دی.

د دوحې په مخامخ خبرو کې ځینې لاس ته راوړنې لکه د ښځو حقونه او بیان ازادي، تراوسه پرې بحث نه دی شوي او هر کله چې تر بحث لاندې راغلې افغان مذاکراتي پلاوی به یې دفاع وکړي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرې ساده او اسانه، خو بین الافغاني مذاکرات ډير پیچلي او موضوعات یې ډير دي چې باید بحث پرې وشي.

یو لوی لامل چې خبرې یې ځنډولي د طالبانو ترمنځ خپلمنځي ناهمغږي او پریکړو کې د زیاتو مشرانو ونډه ده چې ځینې یې ډول خبره کوي او ځینې بل ډول.

بله خبره چې خبرې ځنډنۍ کړي، طالبان غواړي په هغه هوکړه مخکې لاړ شي چې له امریکا سره یې کړي، خو له امریکا سره شوې هوکړه باندې تراوسه طالبانو خپله عمل نه دی کړی، له امریکا سره د طالبانو هوکړه کې ښکاره راغلي چې تاوتریخوالی به کمیږي، خو طالبانو برعکس تاوتریخوالی زیات کړی دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply