هغه د افغانستان اسلامي جمهوریت مذاکره کوونکي پلاوي ته د وینا پرمهال ویلي، د افغانستان دولت او ملت پر خپل مذاکره کوونکي پلاوي ویاړي، ځکه هم مو په نظر او هم مو په عمل کې ثابته کړه چې پر تاسو  باور اصولي و. له زغم ، چلند او دې څخه مننه چې خپل لیدلوری او طرز مو د اساسي قانون او د سولې مشورتي لویې جرګې د پرېکړه لیک  په رڼا کې عیار کړی دی.

محمداشرف غني یاد پلاوي ته په خطاب کې زیاته کړې، تاسو د وصل ټیم یاست، نه د فصل او ولس غواړي د څلوېښتو کالو غمیزه په اساسي توګه پایته ورسوئ او ملت د دغه ناورین اساسي حل په جمهوري نظام کې ویني. تاسو د نظم او نظام استازیتوب کوئ. هغه زیاته کړه، زموږ مېړني امنیتي او دفاعي ځواکونه په ټینګه د هیواد دفاع کوي او هره ورځ په دې برخه کې قربانۍ ورکوي.

جمهوررئیس وویل، نړۍ د افغانستان د سولې او انکشاف په اړه اجماع لري او حکومت د ملي او بین المللي پانګو د جذب لپاره هلې ځلې کوي چې له امله یې استرالیایي میلیاردر له حکومت سره په افغانستان کې د پانګونې بېلابېل تفاهم لیکونه لاسلیک  کړي او له زیمنس کمپنۍ سره  هم د بادي برېښنا د تولید لپاره مذاکرات ادامه لري، د دغو پانګونو او لویو پروژو د عملي کېدو له لارې باید د خلکو ژوند تامین شي.

جمهوررئیس غني وویل، هیوادوال او حتی طالب جنګیالي نور له جنګه ستړي دي او دغه ستړیا باید په اساسي توګه درک شي. همدارنګه یې مذاکره کوونکي پلاوي ته د هر ډول ملاتړ  ډاډ ورکولو ترڅنګ هغوی ته د لا ډېرو بریاوو هیله وکړه.