د جګړې لپاره د طالبانو اوسنۍ موقف سم دی؟

نوید احمدڅرک

0 603

قطر کې د اسلامي جمهوریت او طالبانو مذاکراتي ټیمونو ترمنځ دوه موضوعاتو باندې جنجال او بحثونه دوام لري، که دا دوه موضوعات حل شي، زیات امکان شته چې دواړه لوري اوربند باندې هوکړې ته ورسیږي.

دا ښکاره ده چې بین الافغاني مذاکرات د میاشتو او ورځو خبره نه ده چې ټولو مواردو باندې هوکړه وشي، بلکې دا یو اوږد زمان او اوږدو بحثونو ته اړتیا لري، نو د دې لپاره چې وینه تویدنه ودریږي او د باور کاملا فضا رامنځ ته شي، افغانان اوربند غواړي.

د کاري اصولو په توافق کې شل موضوعات شته چې باید توافق پرې وشي، له دې موضوعاتو اتلس باندې توافق شوی او دوه موضوعات یو څه جنجالي شوي چې بحثونه یې اوږده کړي او ټکني کړي دي.

طالبان د بین الافغاني مذاکراتو دوام له امریکا سره د شوې هوکړې په دوام غواړي، په داسې حال کې چې د امریکا هوکړه او بین الافغاني خبرې جلا ډلې او جلا بحثونه دي چې نباید دې بحثونو کې ورګډ شي.

بله موضوع چې کاري اصولو باندې توافق یې ځنډولی، طالبان غواړي حنفي فقهه د سند په توګه وړاند کړي، خو د اسلامي جمهوریت پلاوی حنفي فقهې تر څنګ جعفریه فقهه باندې هم د ځینو مسایلو حل غواړي.

نو په دې ټول باور لري چې جګړه د حل لار نه ده او ټول جنجالونه د بحثونو په پایله کې د سیاسي توافق له لارې حل کیدلی شي، خو طالبان بیا هم تاوتریخوالی نه کموي او له اوربند تيښته کوي.

اوس افغان ولسمشر چې د يو پلاوي په مشرۍ دوحه کې دی، غوښتنه کړې چې هغه جنجالي موضوعات چې کاري اصولو باندې توافق یې ځنډولی، هر څه ژر باید حل او له مخې پورته شي، تاوتریخوالی کمیدل او اوربند د افغانانو غوښتنه ده او باید هر څه ژر ورته ورسیږي، مخکې ژمنه شوې وه چې د مذاکرتو له پیل سره به اوربند کیږي، حکومت د دې ژمنې د عمل غوښتنه لري.

همدا جالبه ده چې طالبان د خبرو دوام له امریکا سره د هوکړې په دوام غواړي، خو له امریکا سره په شوې هوکړه کې هغې مادې ته ژمن نه دي چې د تاوتریخوالي د کمیدو هوکړه یې کړې وه.

طالبانو ویلي و چې کله بین الافغاني مذاکرات پيل شول، په همغه ورځ به تاوتریخوالی کمیږي او دواړه لوري به اوربند ته رسیږي.

ولسمشر له مذاکراتي ټیم سره په لیدنه کې هغوی ته د پوره صلاحیت او حوصلې ډاډ ورکړی دي.

ولسمشر مذاکراتي ټیم ته تازه بیا لارښوونه وکړه چې پوره صلاحیت لرئ او له ټولو مشکلاتو سره نباید حوصله له لاسه ورکړي، مذاکره باید په خپل وطني تعهد سره مخکې یوسي.

تمه شته چې طالبان او د اسلامي جمهوریت پلاوی به په دوه جنجالي موضوعاتو چې د کاري اصولو توافق ځنډولی، په راتلونکو څو ورځو کې توافق ته ورسیږي.

نو په پایله کې ویلی شو چې نباید دوه موارد د دې لامل شي چې هره ورځ لسګونه کسان چې ملکی وګړي او د ښکیلو اړخونو کسان پکې شامل دي، ووژل شي.

اوربند او د تاوتریخوالي کمیدل د ټولو افغانانو غوښتنه ده او په دې موضوع کې د طالبانو د ډيرو جنګیالیو ژوند هم ژغورل کیږي.

که یوه ورځ مخکې توافق وشي، تاوتریخوالی کم شي او اوربند وشي، د لسګونه کسانو ژوند ژغورل کیږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply