نن د ماشوم نړیواله ورځ وه

حبیب الله غمخور

0 1,949

د نړۍ نور ولسونه دماشوم ورځ په جشنونو لمانځي موږ یې په مرگونو اورټلو!

زه چې په ډله ايزورسنيو کي د افغان ماشومانو په اړوند راپورونه او معلومات لولم داسي فکر راسره پيدا سي چي خداي موږ په نړۍ کي  وحشی ترين مخلوق پيدا کړی  يو.

په يوه حساب ۱۹ کاله او په بل حساب دڅلور لسيزي  افغان ماشومانو ټولعمر جګړه کې تېر کړ  په جگړه کي رازېږېدلی اوس ۴۵ کلن دي. يعني تر  ۴۵   زيات کلونو هاخوا خو زموړ ولس او د خپل وخت ماشوم ټول عمرپه جگړو کي تېرکړ !

سږکال د اکتوبر اتمه د ماشوم نړيواله ورځ وه ، پدې ورځ د نړۍ په نورو ملکونو کښي د ماشومانو ورځ  د ډاليو په ورکولو او ځانگړو جشنی محفلو نو ولمانځل سول، خو زموږ په کړېدلی ملک  یې نه يوازي داچي ياد یې ونشو بلکي په همدې ورځ هم زموږ يوشمېر ماشومانو خپل خوږ  ژوند دلاسه ورکړاوميندي بوري سوې .

د ماشومانو د ژغورنې سازمان ویلي، په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د نړیوال ایتلاف له خوا دطالبانو دځپلو ۱۹ کاله تېرېږي چې ۱۹کلنو افغان زلمیا نو خپل ټول عمر په جګړه کې تېرکړی دی.

په ورته وخت کې د افغانستان د سر شمېرنې مرکزي ادارې ویلي، د هېواد په شاوخوا ۳۲ میلیونه وګړو کې ۴۸ سلنه یې تر ۱۵ کلونو ټیټعمرونه لري .

پرون  د اکتوبر اومه پر افغانستان د امریکا د برید اود طالبانو د رژیم د ړنګېدو ۱۹ کاله پوره سول .

تېر کال د ماشومانو د ژغورنې سازمان (سېف ده چیلډرېن) د امریکا په مشرۍ د نړیوالې ټلوالې اوطالبانو ترمنځ د جګړې د ۱۸کلونو تېرېدو په اړه په یوه خبرپاڼه کې ویلي افغان ماشومان هره ورځد چاودنو له ترهې ډک ژوند تېروي .

په افغانستان کې د دغه سازمان مشر’اونو وان مانین’ ویلي چي  د جګړې د پاتې شویو توکو د چاودنو د قربانیانو ۸۴ سلنه یې تراتلس کلنۍ د ټیټ عمر ماشومان دي .

دغه سازمان زیاتوي، جګړې پر افغان ماشومانو ډېر ناوړه اغېز کړې او اوس تر  ۳٫۷ میلیونه  زيات افغان ماشومان د ناامنیو له کبله له ښوونځیو او تعلیم بې برخې دي چې ۶۰ سلنه په کې نجونې دي .

د افغان ماشوم بدبختي يوازې د شاقه  كاركولو ترحده محدوده نه ده . دوه نورې ستونزې، چې د افغان ماشوم اوس او راتلونكى ځپي، هغه له ښوونېاو روزنې څخه محرومه پاتې كېدل او د جنسي تاوتريخوالي او تيريو ښكارکېدل دي . اوسمهال له ديارلس مليونه ماشومانو څخه يوازې د شپږنيمو مليونوپه شاوخوا كې ماشومان ښوونځيو ته ځي او پاتې نور يې له زده كړې بې برخې دي ،سره لدې چې زما له نظره دا احصائيه هم رښتيانئ نده بلکي ددولتي ادارو تش په نوم تبليغات دي . دا هغه  ملي غميزگ ده چې نه يوازې د نن ماشوم، بلكې د سبا پلار او د هغه  ماشوم هم له ګواښ سره مخامخ كوي . ځكه همدا ماشومان دي، چې سبا به بيسواده  موراو پلار او د ټولنې په اوږ و بار وي . د یاد سازمان د شمېرو له مخې، په تېر ۲۰۱۸ میلادي کال کې د ناامنیو له کبله  ۷۰۰ ښوونځي تړل شوي دي ،په ۲۰۱۹ او ۲۰۲۰ ز کال کي داشمېر تريادي شمېرېډير زيات دي اوامنيتی گواښونو اودولتي اړونده ادارو دبېغوری له امله زموږ ماشومان مکتب ته دتلونه محروم  اوددفقر اوغربت  په  زورېدونکي حالت کي ژوند کوي چې له همدې امله په سلگونه زرو ماشوباندي شاقه کارونه ترسره کيږي اويادخوارځواکۍ له امله خپل ژوند دلاسه ورکوي  .

په هيواد كې په سلګونه زره داسې ماشومان شته، چې د خپلو كورنيو سرپرستان دي . دا ماشومان په مستري خانو، فلزكاريو، د بوټونو رنګولو په دوکانونو او واټولو نو،د موټر پرېمينځلو په سرايونوكې په کار بوخت دي او یا هم د خوراكي توكو په خرڅولو او حتی په سوال كولو بوخت دي . دا ټول هغه درانه او شاقه كارونه دي، چې دننه په ښارونو کې يې ماشومان ترسره کوي، چې دا بيا د ماشومانو په روغتيا او رواني حالت ډېره بده اغېزه هم كوي . په لرې پرتوسيمو کې خوحتی ويل کېږي، چې د سکرو ايستلو په کانونو کې هم ماشومان کار ته اړايستل کېږي اودژوند حالت یېداسي دي چي دبشريت تاريخ یې بېلگې له ځان سره نلري .

نهه  کاله پخوا  د ۲۰۱۰ ز کال د مارچ په ۱۸ مه  د ملګروملتو د یونسیفد جنوبي اسیا د سیمې رئیس  وویل چې افغانستان د کوچنیانو د مړینو،سوتنځو او جنسي تېریو له کبله د ماشومانو لپاره په نړۍ کېترټولو سخت ځای دی .پرماشومانو جنسي تيری  سره له  دې چي د زغملو نه دی،متاسفانه يومعمولی کارگرځېدلی دي .

ډانیل تول چې په ۲۰۱۹ ز کال کي یې د افغانستان  ته سفر کړی و همداراز  وویل د افغانستان دماشومانو  وضعیت په مجموع کې په جنوبي اسیا اوحتي په درسته نړۍ کې ساری نه لري . په هر ه ورځ په افغان ماشومانوکې ۲۵۷ ترپنځه کلنۍ مخکې ماشومان او په هرو زرو کوچنیانو کې ۱۶۵ تریوکلنۍ وړاندې مړه کېږي.د یونسیفدسازمان ديوه چارواکي په وینا د مړینو دا شمېره د نړۍ د هیڅ ګوټ له هیڅ هیواد سره د پرتلې وړ نه ده .

افغانستان د ماشوم د زېږولو په وخت د میندود مړینو له امله  هم له  ((سیرلایون )) وروسته د نړۍ له بل هیڅ یوه هیواد سره د پرتلې وړنهدی .

د “سېف ده چېلډرېن” په خبرپاڼه کې افغانستان د ماشومتوب لپاره خطرناک ځای بلل شوی چې په وینا یې، ډېری ماشومان اړ دي چې د بېوزلۍ له کبله خطرناکو واټونو کې کار وکړي او یا له وسله والو ډلو سره یوځای شي .

په روان ۲۰۱۹ میلادي کال کې دغه سازمان ویلي، افغانستان د عراق،‌ سوریې، یمن، سومالیا اوسوېلي سودان هېوادونو په څېر د ماشومانو لپاره د لسوډېر وبدوهېوادونو په نوملړکې راځي .

د دغه سازمان د شمېرو له مخې، له ۲۰۱۵ تر ۲۰۱۸ میلادي کلونو پورې۱۲ زره ماشومان وژل شوي او یا تاوتریخوالی ورسره شوی او له ۲۷۴ماشومانو د جنګیالي په توګه ګټه اخېستل شوې او یا یې هم د اورپکو د ملاتړي رول لوبولی دی.

د ماشومانو د ژغورنې سازمان دا هم وايي چې ۳٫۸ میلیون ماشومان انساني مرستو ته اړتیا لري او ۶۰۰ ماشومان له خوارځواکۍ کړېږي .

خو متاسفانه له افغان دولت نه یې دا پوښتنه نده کړې چې داپه سلگونه  ترېلون ه ډالر چيري او د چا د ژوند د سمون لپاره پدې ۱۹ کاله کي مصرف سول؟

طالبان له یتیمو او بې کوره هلکانو څخه ناوړه ګټه پورته کوي او طالبان کوچنیانو ته د ځان وژونکو حملو پر وخت مخدره مواد ورکوي او هغوی له خپل نه خبر نه وي، چې د حملې په نتیجه کې وژل کیږي .

پدې  ۱۹ کلنو نوکښی د چوکي اومقام د گټلو، له وخت نه په گټه اخيستلو د حرامو پيسو  دترلاسه کولود پرديو شتمنيود خپلولو پرسر د سياليو او منډو ترړو ميدان  دومره تود سوی  چی د ماشوم او مور حق د چا په ياد هم نه دی . په مليارډونو بهرنۍ پيسي دمالي مرستو په نامه افغانستان ته پدی  ۱۹ کلنو کی راورسيدې خو د مور او ماشوم ونډه پکښی تنها  دومره شوه چي  ماشوم  یې له ښوونځۍ محروم اودبشريت په وحشي بڼه ژوند کولوته اړېستل ، دا چي دې د پردو نوکرانو عاليجينابو دې غريب اوبينوا يتيم ماشوم ته څه کړې او کمي دندي يی سرته رسولي پوښتنه نشته .

زه نه پوهيږم چي دمور او ماشوم په هکله به د حساب ورکولو دود څنگه وي؟ زه اوس نه غواړم پر دغه مسخره دولتي پلانو باندي چي چارواکي او د اړوند وزارت وزير صاحبانویې گذارش ورکوي خبري وکړم ځکه زموږدهيواد يو شمير بي پري پوهانو هغه په خپلو خبرو او ليکنوکي ډير ښهڅيړلۍ دي ، دايي جوته کړې  اوثابته کړېده چي دغو ادارو دمور اوماشوم لپاره هيڅ ندي کړي ،ټول راپورونه یې يوازي او يوازي دولس اونړيوالو ټولنو غولونه ده اوبس . نوره کومه گټه ځکه  نلري چي دغو ښاغلو وزيرانوهرې يوې په خپل نوبت دافغان ولس دگوت نيونو په مقابل کي معافيت  ترلاسه کړۍ اوبېوزله افغاني موراو ماشوم دچيغو سره يي عادت پيداکړۍ دی .

دنړيوالو اصولو له مخی  ددولت ټولي اړنده ادارې ملی دنده لري دنړيوالومرستندويه سازمانونو،يونسکو ،يونسف  اونورومؤسسو دمالي او مادیمرستو په راجلبولو سره دماشومانو دساليمی فکری او فزيکی روزنې لپاره په ټول افغانستان کی وړ پلانونه پلي کړي ،چي متاسفانه دا کار یې ندیکړی ماشوم له خوارځواکي نه ژوند دلاسه ورکوی اوچارواکي د عياشیله لاسه  .

آخير ماشوم هم انسان دي دا ديوا فغان زوي او لور ده ، دا ديو شهيد او معيوب بچۍ دۍ . ايا افغانی غرور، انسانی عاطفه او ترحم هرڅه ددولتي واک پر گدۍ ناستودپردو نوکرانو ښاغلوڅخه هير سوی دي؟ دا هم روسانو يا امريکايانو  رانه يووړه ؟ اوياپدې هکله همدوي بهرنيان بايد مرسته راسره وکړی چې د خپل  هيواد د زورېدلی او په جگړه کي کړېدلی ماشوم له رټلو او وژلونه دنجات اوددوي دسالمي روزني لپاره کار وکړي ؟

په دې هيله چې يوه ورځ  زموږ په هيواد کي ماشوم ته دانسان ارزښتاوحق ورکول سي .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply