افغان ولسمشر: د قطر سفر مثبت پايلې درلودې او سوله راتلونکې ده

0 793

افغان ولسمشر محمد اشرف غني قطر هېواد ته خپل وروستي سفر په اړه ويلی چې د دې سفر پایلې خورا مثبتې وې او سوله راتلونکې ده؛ خو په وينايې باید زغم وکړو ترڅو يوه تلپاتې سوله واکمنه شي.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني دا څرګندونې تېره شپه د ملي شورا له غړيو او د هغوی له کورنیو سره په ليدنه کې کړي دي. ولسمشرغني ويلي چې د جمهوري نظام پايښت او ښایست څرک هغه وخت لګي چې د ټولو حقونه پکې خوندي او ټول وګړي پکې د کار کولو فرصت ولري. جمهور رئیسغني د ملي شورا د کورنیو له غړو سره په ناسته کې وویل:« سوله راتلونکي ده، خو لږ حوصلې ته اړتیا ده، ترڅو یوه تلپاتې او باعزته سوله تامين شي.» افغان ولسمشر همداراز قطرته خپل وروستي سفر په اړه وویل چې د یاد سفر پايلې خورا مثبتې وې او ترې بریالۍ لاسته راوړنې لري.
ولسمشر غني دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې د افغان دولت او طالبانو د مرکچي پلاوو ترمنځ د قطر دوحه کې بین الافغاني مذاکرات په تپه ولاړ دي او تراوسه دواړه غاړې د مذاکراتو پر طرزالعمل او تګلارې هوکړې ته نه دي رسېدلي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply