څو اړخيزم د يو اړخيزم د مخنيوي غوره وسيله ده

جان روان ځاځی

0 897

د کوويډـ۱۹ ویروس‎ څرک لا نه و لګيدلی، چې د امريکې او چين ترمنځ  سوداګريزو کشمکشونو او سياسي ناندريو زور اخيستی و، چې له امله يې په ډېرو هيوادونو کې د ونډو بازارونه مخ په ځوړ روان وو او پر نړيوال اقتصاد يې بد سیوری غوړولی و.

 امريکې په تېر ۲۰۱۹م کال کې د سلګونو ميليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت پر چيني توليداتو ګمرکي تعرفې ولګولې او چين يې هم پر وړاندې ورته ګامونه پورته کړل، چې له امله يې نه يوازې په يادو دوو هيوادونو کې بلکې د نړۍ په ډېرو هيوادونو کې د ونډو بازارونه ولوېدل. هغه مهال د نړيوالې ټولنې ټوله پاملرنه د دغو دواړو هيوادونو سوګريزو لانجو ته اوښتې وه، ځکه نړيوال اقتصاد تر ډېره د همدغو دواړو لويو هيوادونو پر اقتصادونو تکيه لري او وېره وه، چې نړيوال اقتصادي کړکېچ رامنځته  نشي.

 پښتانه متل کوي؛ وايي د لمدو خټو لږې اوبه دارو وي. په داسې حال کې چې د يادو دواړو هيوادونو ترمنځ سوداګریزو کشمکشونو او سیاسي ناندريو زور اخیستی و، د 2019م کال په پای کې د چين د هوبۍ ولایت په ووهان ښار کې د کوويډـ۱۹ ويروس څپه راپورته شوه او ډېر ژر يې پر ګردې نړۍ خپله لمن راتاو کړه او د ټولو هيوادونو اقتصادي ودې يې مخ پر ځوړ روانې کړې.

کوويډـ۱۹ ويروس نه يوازې چين بلکې نړيواله ټولنه يې هم ورخطا کړې ده، ځکه د دغه ويروس د خورېدو سرعت ډېر چټک دی، داسې ښکاري، چې د ختيځې او جنوب ختيځې اسیا هيوادونو يې پر وړاندې جدي تدبیرونه نيولي او نسبي بریا يې خپله کړې ده.

د روغتيا نړيوال سازمان او روغتياپالان له دې ویروس څخه د خلاصون یوازینۍ لار پر کور ناستی، د ټولنیز واټن ساتل او ماسک کارونه يادوي.

د دغه ويروس د را پيدا کېدو په پيل کې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ يوې خبري غونډې ته په وينا  کې وویل، چې چين له امريکې څخه زرګونه میله لرې دی او ډېر لږ امکان لري، چې دغه ناروغي تر امریکې را ورسیږي. هغه مهال دده دغه خبرې د ځينو امريکايي سياستوالو او امريکايانو له توند غبرګون سره مخ شوې، خو ځنډ پکې رانغی، ډېر ژر يې د امريکې ګرېوان ته لاس ور وغځاوه. ډونالډ  ټرمپ د روغتيا نړيوال سازمان يادې سپارښتنې بابیزه وبللې او څه موده وروسته یې د چين پر پلوې تورن کړ او هر ډول اړيکې يې ورسره غوڅې کړې.

په ګردې نړۍ کې ميليونونه کسان پر کوويډـ۱۹ اخته شوي، په سلګونه زره يې ووژل او هره ورځ د لسګونو زرو نويو ناروغانو راپورونه ورکول کیږي، خو ټرمپ يې اوس هم خطرناک نه بولي.

رسنيو څو ورځې وړاندې راپورونه ورکړل، چې ډونالډ ټرمپ او مېرمن يې پر کوويډـ۱۹ اخته شوي او په روغتون کې بستري دي، خو ډونالډ ټرمپ څه موده وروسته له روغتونه رخصت شو او پر خپلې ټويټرپاڼې يې وليکل، چې کوویډـ۱۹ ويروس له تبې او ذکام سخت نه دی، حال دا چې روغتياپالان یې له انفلونزا لس ځلې سخت بولي.  پښتانه متل کوي، وايي پټی يې وواهه؛ لا هم وايي مږه ده.

دده دغې خبرې نړيوالو ته په ځانګړې توګه امريکايانو ته شکونه پيدا کړي، چې ښايي نوموړی پر کوویډـ۱۹ ویروس اخته شوی نه وي او یا يې خبرې کمپایني رنګ لري.

د کوويډـ۱۹ ويروس ضد درمل او یا واکسين تر اوسه نه دي جوړ شوي، تمه شته، چې ډېر ژر به يې واکسين جوړ او وويشل شي، خو اندېښنه دا ده، چې ځيني لوی هيوادونه د واکسين د ويش برخه کې خپلو اتباعو ته لومړیتوب ورکوي او کمزوري اقتصاد لرونکي هيوادونه يې له پامه غورځولي دي، خو نړيواله ټولنه د واکسين پرعادلانه ویش ټينګار کوي.

کله چې کوويډـ۱۹ ويروس پر ګردې نړۍ لمن وغوړوله، نو پر انساني ټولنې يې سختې ناوړه اغېزې وکړې، ډېرې لويې او سختې ستونزې يې را وزېږولې، ناڅاپي يې د ټولو هيوادونو سوداګریزې راکړې ورکړې ودرولې، نړيوال اقتصاد يې وځپه، د بې روزګارۍ کچه يې بې سارې لوړه کړې او د نړيوال اقتصادي بحران د رامنځته کېدو وېره يې خوره کړې ده.

نړيواله ټولنه په ځانګړې توګه لوی هيوادونه د دې پر ځای چې د یاد ويروس لمنه ورټوله کړي، برعکس په خپلو ګټو پسې کلک نښتي دي.

د کوويډـ۱۹ویروس پر وړاندې روانې مبارزې سیاسي رنګ غوره کړی، د ځينو هيوادونو ډېری  سیاستوال پکې خپلې سياسي ګټې لټوي او بشري ټولنه يې له نظره غورځولې ده.

مخکې له دې هم ځينو لويو هيوادونو د يو اړخيزم او ځاني سوداګرۍ ساتونکې تګلارې غوره کړې وې، خو د ياد ويروس په راپيدا کېدو سره يې د ځانځانۍ احساسات لا پسې پياوړي شوي او د يو اړخيزم پر لوري يې تګ غوره کړی دی، چې له امله يې د کوويډـ۱۹ وبا د مخنيوي او کنټرول په برخه کې نړيوالې همکارۍ سختې زيانمنې شوي او سوداګریزې شخړې را پورته شوې دي.

له يوې خوا کوويډ- ۱۹ویروس بشري ټولنه له بد برخلیک سره مخ کړې؛ له بلې خوا ډېرو هيوادونو ځانځاني او يو اړخيزم غوره کړي، چې له امله يې پر نړيوال اقتصاد بد سيوری غوړيدلی او بشري ټولنه يې ننګولې ده.

تاريخ دا جوته کړې، چې کله هم نړيواله ټولنه له ستونزو سره لاس او ګرېوان شوې، نو د څو اړخيزم او يووالي پر مټ يې له  ستونزو او مشکلاتو سره مخه ښه کړې ده، نو ځکه ویلی شو، چې د مصيبتونو او ستونزو پر وړاندې د مبارزې لپاره د انسانانو یوازينی ګډ انتخاب يووالی او د څو اړخيزم ساتل دي. نړيواله ټولنه بايد پر شريکو ګټو او څو اړخيزم راتاو شي او د زور زياتي سياست، بادارۍ، ظلمانه کړنو او يو اړخيزم پر وړاندې دې کلکه ودريږي.

په اوسنيو شرایطو کې بايد څو اړخيزم ته لومړيتوب ورکړل شي. بېلا بېل هېوادونه بايد په متحد ډول د څو اړخيزم د ساتلو لپاره هڅې وکړي او د نړيوال نظام د ويجاړونکو او د نړيوالو مقرراتو د پايمالونکو کړنو پر وړاندې دې کلکه مبارزه وکړي او د يو اړخيزم مخه دې ونيسي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply