کابل ښاروالي په ۵۰ جرېبه ځمکه د کرکټ نړیوال لوبغالی جوړوي

0 947

کابل ښاروالي وايي، پرېکړه يې کړې چې لوبو او کرکټ ته د ځوانانو هڅولو په هدف په کابل کې د کرکټ لوی نړيوال لوبغالی جوړ کړي.

دې ښاروالۍ نن په خپله يوه خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، د ياد لوبغالي جوړېدولو په موخه یې د کابل ښار له څو سیمو لیدنه کړې او په خبره يې تر ارزونو وروسته به په يوه مشخصه سيمه کې په ۵۰ جرېبه ځمکه دغه لوبغالی جوړ کړي.

خبرپاڼه کې د کابل ښاروال محمد داوود سلطانزوی په حواله زياته شوې، هڅه کوي چې د کرکټ نړیوال معیاری لوبغالي جوړولو تر څنګ تفریحي پارکونو، ټولګټو پروژو او فرهنګي مرکزونو جوړولو ته هم پام وکړي.

د خبرپاڼې ته له مخې، په کابل ښار کې د کرکټ نړیوال لوبغالي جوړولو طرحه د افغانستان کرکټ بورډ او نورو اړوندو ادارو متخصیصینو له لوري چمتو شوې ده. د افغانستان کرکټ بورډ چارواکو چې د يادو سيمو په سروې کې يې له ښاروالۍ سره همکاري کړې، دا پرېکړه د کرکټ د ودې په برخه کې اغيزناک ګام بللی دی.

دغه لوبغالی به په يوه وخت کې د ۲۵زره ننداره‌چيانو د ځايه‌ولو وړتيا ولري.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply