تېره شپه د هلند په مرکز لښکرګاه کې د وسلهوالو طالبانو جګړه دغې ډلې ته وروستی فرصت و چې امريکا متحده ايالاتو ته د خپل نظامي زور په ښودنه کې ځان ثابت کړي. خو افغان امنيتي ځواکونو له وسلهوالو طالبانو دغه فرصت واخېست او په دې ترڅ کې يې ترلاسه کېدونکی امتياز افغان دولت ته وګرځوه.
په هلمند کې امنيتي چارواکو د جګړې له پيل وروسته د لومړنيو مالوماتو له مخې د ۱۷۱ طالب وسلهوالو د وژل کېدو خبر ورکړی او ويلي يې دي چې په دې کسانو کې د يادې ډلې يو شمېر کليدي کسان هم شامل دي.
کورنيو چارو وزارت هم تېره اعلان وکړ چې په دې جګړه کې له کومانډو ځواکونو سره يوازې په يو ساعته نښته کې ۷۱تنه طالب وسلهوال وژل شوي دي. له دې سره هممهاله ملي امنيت هم هلمند ته د طالبانو نومول شوي مرستيال والي او د يادې ډلې درې نورو مهمو قومندانانو له نيول کېدو خبر ورکړی دی.
په همدې حال کې د هلمند امنيه قومندان خليلالرحمن جواد د دوشنبې په ورځ د تلې په ۲۱مه په خبرو کې وويل چې د تېرو ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې ۱۷۰ تنه وسلهوال طالبان په دې ولايت کې له امنيتي ځواکونو سره د جګړې پرمهال وژل شوي دي.
نوموړي دا هم ويلي چې د لښکرګاه ښار ټولې مرکزي سيمي او څلور خواوې له طالب وسلهوالو تصفيه شوي او د امنيتي ځواکونو په لاس کې دي. دا په داسې حال کې ده چې وسلهوالو طالبانو د سولې په اړه په روانو مذکراتو کې د زيات امنتياز ترلاسه کولو په هدف هېڅکله د تاوتريخوالي په دوام سره له نظامي دريځ لاس نه دی اخيستی، خو د دې ډلې پر وړاندې د امنيتي ځواکونو ثابت او قوي استقامت د وسلهوالو طالبانو نظامي ځواک د نړېوالې تولنې او امريکا تر مخ کمروزی او حتا له صفر سره ضرب کړی دی.
که څه هم وسلهوالو طالبانو په هلمند کې امنيتي ځواکونو ته د تلفاتو اړولو ادعا کړې، خو نړيوال به قضاوت وکړي چې کوم اړخ ډېر بشري او ډيموکراټيکو ارزښتونو ته ژمن دی او کوم اړخ بيا د سيمې او نړۍ هېوادونو ګټې په افغانستان کې خوندي کولی شي. دا قضاوت به د وخت په تېرېدو سره د سولې په روانو مذاکراتو کې روښانه شي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320