دوحه کې مزې؛ په وطن کې جنازې!

شیرمحمدامیني ستانکزی

0 1,026

دایمي سولې ته د رسیدو او بین الافغاني خبرو اترو د هیله مندۍترڅنګ؛ په هیواد کې د عام ولس وژنه بیسارې ده، موږ دا منو چې په جګړه کې د ښکیلو اړخونو ترمنځ؛ دې اوږدې جګړې ته د پای ټکي ايښودلو لپاره وخت ته اړتیا دی او په څنګ کې ورسره ډيرې قربانۍ او انعطاف پذیرۍ ته .خو دا هم بې انصافي او بې عدالتي دی، چې د خپلو موخو د تر لاسه کولو لپاره په هیواد کې د جنازو کتارونه جوړ شي او د وینو لښتي وبهیږي .

سوله ډير سپيڅلي نوم دی او د عملي کیدو لپاره یې مخامخ اړخونه باید نرم دريځ، سوله ییز ادبیات او له یو شمیر غوښتنو تیر شي، ترڅو د ولس هغه سترګې چې د دوحې خوا ته ور اوړي ناهیلې نه شي او د جنازو او وینو روان بهیر ته تل پاتې د پای ټکی کیښودل شي.

په نړۍ کې که د سولې او جوړجاړي تاریخونه ولوستل شي، په جګړه کې ښکیل یو اړخ ته ټول امتیازات نه ورکول کیږي، یو څه به له لاسه ورکوي او یو څه به لاس ته راوړي، ترڅو د سولې بستر چمتو شي. په دې خاوره د بدبختیو څپې ورځ تر بلې د زیاتیدو په حال کې دي، په جګړه کې ښکیل اړخ په واک او ځواک کې د شریک کیدو په پام او د خپلې ونډې د غوښنې کیدو له امله وسله والې جګړې او ولس وژنې ته زور ورکړى، چې برخه یې غوښنه شي .

په ورته کړنو او بې عدالتي به د تاریخ تور قضاوتونه کیږي. خو اوس هم لا وختي دی، چې په جګړه کې ښکیل اړخونه خپلو کړنو ته تغیر ورکړي او په دې مظلوم ولس باندې رحم وکړي.

راځو دېته له څو مودې راپه دېخوا د دولت او وسلوالو پلاوو لخوا د قطر په دوحې ښار کې خپلمنځي خبرې اترې په دې موخه پيل شوي، چې په هېواد تپل شوې او ناڅرګندې جګړې  ته دپاى ټکی کېښودل شي او د هېوادوالو هيلې چې سوله ده له دغه آرمان څخه برخمن شي .

خو بين الافغاني خبرې پيل شوې او تر اوسه دواړه پلاوي د سولې اصلي اجنډا او نتيجې ته نه دي رسيدلي، کومې خبرې چې د دوحې په ښار کې پيل شوې، ډيرى افغانان يې هيله من کړيدي، چې يادې خبرې به هېوادوالو ته هيلي بښونکي پيغام ولري. خو داچې له دغو بين الافغاني خبرو له پيل سره يو خوا د ولس هيلې راژوندۍ شوې او بل لوري ته د جګړو ميدان لا تود شوې، چې ورسره زموږ د ګڼ شمير هېوادوالو ژوند يې اخيستې، چې له دې وضعیته ډيري هېوادوال ځوريږي .

دغه ربړيدلي وضعيت ته په کتو،د ولس په ذهنونو کې ګڼې پوښتنې پیدا شوي، چې په هېوادوالو ولې دغه کړيدلي او ګنګس وضعيت وسلوالو او حکومت راوستلې؟ دا څنګه سوله ده، چې ولس يو لور يې د نېکمرغۍ خواته کش باسي او بل خوا چې کتل کيږي، هغه درديدلي حالت چې افغان ولس ورسره مخ دي او هره ورځ د ځوانانو جنازو ته اوږې ورکړي او جنازې کوي!

دا نو د هېوادوالو بې سارې او غمېزې ستونزې دي، چې ډيرى ولسونه يې دردولي دي. په دې پيچلي او سختو ورځو کې زموږ د هېواد ډيري ماشومان له پلرونو پاتې شول، چې راتلونکي يې هم ناڅرګند او ځوريدونکي بللى شو، چې هغوی خپلو کورنيو ته حلاله نفقه پيدا کړي، که زده کړې وکړي او د هېوادوالو په چوپړ کې واوسي!؟

دهېواد ناڅرګنده جګړه د بهرنيو هېوادونو ګټې پکې خوندي دي، خو زيانونه يې په لېدلو سترګو وينو، ټول ښه پرې پوهيږي، خو بيا دغه کړيدلي وضعيت لپاره د مهار توان يې هېڅ څوک نشي کولى؟ د دغه ناورين پاى ته رسول هم آسانه خبره ده، خو چې زموږ دهېواد ټول مشران او مخالفې ډلې و غواړي، دخپلو شخصي ګټو نه تېر شي او ملي ګټو په خونديتوب کې هڅې وکړي، نو بيا دغه د سولې معما په رښتيا بدليدلاى شي .

د دواړو لورو مشران دې په دوحې کې له مزو تېر شي، د ټولو افغانانو ګيچ او په هغه بد وضعيت کې چې قرار لري، دغه غمزې دې ورباندې ودروي او ديو سوله ئیز افغانستان د جوړولو په فکر کې واوسي . ځکه دافغانستان وضعیت ورځ تربلې مخ په خرابیدو ده، که همداسې حالات وي، نو د ټولوهېوادوالو اندیښنې به لازیاتې شي او د پخوا په څیر به بهرنیو هېوادونو ته ګډه شی او مسؤلیت به يې  دواړو لورو ته ور وګرزي، چې څنګه دوی ونه توانېدل ، چې دهېواد د جګړې اور مړ کړي .

اصلي خبره داده، چې دواړه مذاکراتي لوري دې تر خپلې وسې کوښښ وکړي، چې دهېواد او ولس دخیرغوښتنې لپاره دغه ستر ناورین ته دپای ټکی کېږدي او هېوادوالو باندې دسولې راوستو زیری ولوروي .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply