افغان چارواکي ادعا کوي چې وسلهوالو طالبانو ته ډرون کشفي کمرې په واک کې ورکړل شوي او دغه ډله بيا له امنيتي ځواکونو سره د جګړې پرمهال ترې ګټه اخلي.
د فارياب والي نقيبالله فايق په دې اړه خپل ټوېټر کې ليکلي، هغه بهرني جنګيالي چې د وسلهوالو طالبانو په ليکو کې د امنيتي ځواکونو پر وړاندې جګړه کوي، ډرون کشفي کمرې لري او له يادو کمرو په ګټنې سره خپل بريدونه تنظيموي.
نوموړي په دې اړه زياته کړې: «بهرني وکړي چې د داعش له فکر سره د طالبانو په ليکو کې دي، هوايي کشفي کمرې لري. دا کمرې څو کيلو متره لرې پرواز کوي او د شپې په تياره کې هم کولی شي چې له خپلو هدفونو فلم واخلي.»
د فارياب والي نقيبالله فايق دغه راز وايي چې ازبک جنګياليو د فارياب په خواجه سبز پوش او قيصار ولسواليو کې له دې ډرون کشفي کمرو استفاده کړې. خو نوموړي دا نه دي ويلي چې وسلهوالو طالبانو ته دا کمرې چا او يا د کوم هېواد له لوري ورکړ شوي دي.
وسلهولو طالبانو هم تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
سيحون خبري اژانس
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320