ديني عالمان د مولود شريف په مناسبت د جګړې ختمولو غوښتنه کوي

0 1,885

نن پنجشنبه د ربیع الاول ۱۲مه د اسلام مقدس دین د ستر پیغمبر حضرت محمد (ص) د پیدایښنت او رحلت له ورځې سره برابره ده.

په دې ورځ ټولو اسلامي هېوادونو کې عمومي رخصت دی او مسلمانان د دې با ارزښته ورځې په پار د قران کریم ختمونه او دعاوې کوي. په افغانستان کې هم خلک دغه ورځ په ختمونو او عبادتونو سره لمانځي.

افغان دیني عالمان او خلک بيا د جګړې له دواړو خواوو غواړي چې د دغې سپیڅلې ورځې په مناسبت دې جګړه بنده او اوربند دې وکړي. څو د سولې روانې خبرې یوې مثبتې نتیجې ته ورسېږي.

د اسلام مبارک دین ستر لارښود حضرت محمد مصطفی (ص) د ۵۷۱ میلادي کال د ربیع الاول په ۱۲مه په مکه معظمه کې دې نړۍ ته سترګې وغړولې چې بیا په ۴۰ کلنۍ کې پر پیغمبرۍ مبعث او له ۲۳ کاله تبلیغ او غزا وروسته د هجرت په ۱۱ کال د ربیع الاول میاشتې په ۱۲مه یې له دې نړۍ د تل لپاره رحلت وکړ.

إِنَّا للّه وإِنّا إِلَیهِ رَاجِعُونَ

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply