انجنير محمد خان د غيرت بهير پر ځاى انتصابي سناتور وټاکل شو

پژواک

0 1,038

يوې باوري حکومتي سرچينې پژواک ته وويل چې د اجراييه رياست پخوانى لومړى مرستيال انجنير محمد خان د غيرت بهير پر ځاى د مشرانو جرګې انتصابي سناتور ټاکل شوى دى.

د حکومت دغې سرچينې زياته کړه، دا چې د غزني ولايت پښتانه اوسېدونکي له تېرو شپږو کلونو راهيسې په ملي شورا کې استازي نه لري، نو د همدې ولايت اوسېدونکى انجنير محمد خان د سناتور په توګه ټاکل شوى، څو د خپل ولس ستونزې او غوښتې په مشرانو جرګه کې مطرح کړي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دا چې غيرت بهير د حزب اسلامي له مشر ګلبدين حکمتيار سره پاکستان ته پخپل سر سفر کړى او حکمتيار بيا هلته دافغانستان د حکومت او نظام پر ضد خبرې کړې وې، له همدې امله د مشرانو جرګې غړيتوب ترې واخيستل شو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply