د ملي اردو چورلکه د تخنيکي ستونزو له امله پرېوتې

0 661

ملي دفاع وزارت وايي، د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې د پوځ يوې MI-17 چورلکې د تخنيکي ستونزو له امله سقوط کړی دی.

دې وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، پېښه تېره شپه ۱۲ بجې رامنځته شوې چې په کې د الوتنې یوه عمله او یو پولیس وژل شوي او دوه تنه نور ټپیان شوي دي. که څه هم د چورلکې پرېوتو په پېښه کې د ټپيانو په اړه څه نه دي ويل شوي، خو ځايي چارواکو بيا خبر ورکړی چې ۱۰ تنه ټپيان شوي او د درملنې په موخه کابل ته لېږدول شوي دي.

نږدې يوه مياشت وړاندې په هلمند کې هم د ورته تخنيکي پېښې له امله د ملي اردو دوې چورلکې پرېوتې چې په کې د پيلوټانو په شمول د چورلکو عمله هم وژل شوې وه.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply