ایا افغانستان کې جهاد روا دي؟

نویداحمد څرک

0 538

د مولانا سمیع الحق زوی په افغانستان کې جهاد روا بولې او ویلي یې دي چې افغان حکومت دې طالبانو ته وسله کېږدې ترڅو هلته شرعي نظام قایم کړي.  زه غواړم د اکوړه خټک ملایانو ته  څو سپارښتنې ولرم:

-د اکوړه خټک مدرسې په یو کېلومیټري د نوښار سیکسي سینما ده او لوڅ فلمونه په کې په نمایش اېښودل کېږې؛  شمه سینما او فردوس سینما او زرګونو نورې سینماوې خلاصې دي.

-د لاهور د شاهي جومات سره څنګ په څنګ او مخامخ د هېرامنډي چې پاکستاني او پنجابي نجوني په ښکاره په کې تن فروشي او ناموس فروشي کوي.

-د پنجاب او کراچې په مجللو  هوټلونو کې شراب عام دي او تنکیو نجونو په نازکو لاسونو د مېلمنو خدمت کوي.

-په اسلام آباد او هر لوی ښار کې د ګیسټ هاوسونو په نوم  فاحشه خانې خلاصې دي چې ډېری پاکستانی ملایان هم ترې خوند اخلي.

-د طالبانو د حکومت په چپه کولو کې له پاکستاني اډو کار واخېستل شو او ستاسو په اصطلاح شرعي نظام مو د امرېکا په لاس چپه کړل.

-د طالبانو د وخت سفیر او عرب مجاهدین تاسو امرېکا ته د پیسو په مقابل کې وسپارل او  اوس مو هم د طالبانو کورنۍ یرغمل نېولې دي

-د روژې په میاشت کې په لاهور او کراچۍ کې  روژه په ښکاره خوړل کېږې او په ښکاره وایي چې پټان جانے ؛ رمضان جانے. پښتون پوهه شوه؛ او روژه یې پوهه شه.

-زموږ د افغانستان قانون او افغانستان  مسلمان افغانانو جوړ کړیدی او ستاسو هېواد او آییں (قانون)  انگریزانو جوړ کړیدی.

زموږ د معاصر افغانستان بنسټګر احمد شاه بابا تاسو مسلمانان کړي او د شاه ولي الله دهلوي په غوښتنه یې د هغوی مرستې ته لښکري ور واستولې. ستاسو د هېواد بنسټګر قاید اعظم لمونځ نه وو زده او د لمونځ په باره کې به یې ویل چې It is a good exercise  یعني دا یو ښه سپورټ دی.

– د پاکستان اکثریت بیوروکریټس  او سیاستوال او فوځي مشران قادیانان دي؛ کوم چې د ختم النبوت څخه منکر او غلامحمد قادیاني لومړی پاکستانی وو چې د پیغمبري دعوه یې وکړه.

-پرون چې مو د طالبانو امارت دناټو په مرسته ړنګولو نو ومو ویل چې سب سے پهلے پاکستان او نن چې طالبان له امرېکا سره تړون لاسلیک کړ نو وایيي چې امریکن قرارداد قرآن اور سنت سے بهی مقدس هیں.  موږ قرآن او سنت غواړو او دوی له امرېکا سره تړون مقدس او مقدم ګڼي.

زموږ  هېواد کې له پورته موادو یو هم نشته.

اوس د مولانا حامدالحق او د حقانیه مدرسې مدرسین او ملایان  ووایي چې جهاد چېرته او د چا پر خلاف فرض دی؟!  الحق للقریب ثم للبعید.  حق لومړی د خپل دی

و انذر عشیرتک الاقربین!  لومړی خپل مسلمان کړئ؛ موږ افغانان من حیث القوم مسلمانان شوي یو او مسلمانان وو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply