داوړ: پي‌ټي‌اېم به د افغان حکومت خلاف د حکمتيار مخه نيسي

0 746

د پښتون ژغورنې مخکښ غړي محسن داوړ د اسلامي حزب رهبر ګلبدين حکمتيار هغه څرګندونو په اړه يو ځل بيا توند غبرګون وښود چې اسلام‌اباد ته يې د خپل په سفر په ترڅ کې د افغان حکومت خلاف کړې وې.

داوړ د ميرانشاء په لويه ولسي غونډه کې د وينا پرمهال وويل، د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي به حکمتيار ته د افغانستان نظام خلاف د اقدام کولو اجازه ور نه کړي.  د چارو يو شمېر شنونکي هم د حکمتيار په اړه د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو وروستی دريځ معقول بولي او زياتوي چې دا کار د کرښې دواړو غاړو ته د واحد ملت په تړاو د موجوده فکر قووت ښکارندويي کوي.

د دوی په خبره، په تېرو ولسمشريزو ټاکنو او په دې وروستيو کې د حکمتيار په اړه رامنځته شوی ذهنيت د دې لامل شوی چې د کرښې پورې غاړه هم پر پرتو ولسونو اغيز وکړي. محسن داوړ د پښتون ژغورنې غورځنګ له لوري په ميرانشاء کې رابلل شوې لويې ولسي غونډې ته د وينا پرمهال وويل، حکمتيار په افغانستان کې د ټاکنو پرمهال خپل وزن درک کړی او په تحميلي توګه د پاکستان له سټېج د افغان حکومت د ړنګولو خبرې کوي چې په دا کار د پښتون ژغورنې غورځنګ د فعالانو په موجوديت کې ناشونی دی.

نوموړي په دې اړه زياته کړه: «له اسلام اباد څخه حکمتیار افغانستان ته وایي چې د افغانستان حکومت غلام دی او زموږ د دښمنانو حکومت دی. موږ یوه خبره ورته کوو چې زموږ د غورځنګ حدود نشته، لر او بر کې زموږ حدود دي. تر څو چې د PTM یو مبارز ژوندی وي، زه حکمتیار ته وایم چې ستا پلار والله که رانه د افغانستان نظام خراب کړی.»

د حمکتيار خلاف د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو دغه دريځ له کرښې دېخوا د خلکو او چارو کارپوهانو له هرکلي سره مخ شوی دی. د سياسي چارو کارپوه خالد سادات وايي، د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښانو دا دريځ د هغه درک له مخې دی چې د حکمتيار او پاکستان د مشترکاتو په تړاو رامنځته شوی دی.

نوموړی زياتوي چې دامهال د حکمتيار او ياد هېواد ترمنځ د اړيکو اساسي ټکی په افغانستان کې د يوه داسې نظام د تحکيم ثبات دی چې د پاکستان پر وړاندې کارنده اقدام نه شي کولی. سادات په دې اړه وايي:

«د دې لپاره چې په افغانستان کې يو کمزوری نظام رامنځته وي او کمزوری سيسټم موجود وي، دغسي لاسپوڅي روزل کېږي له حکمتيار صېب. نو زه فکر کوم دا يو لوی هدف و.»

پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو وروسته تر هغې د ګلبدين حکمتيا په تړاو خپل دريځ سخت کړ چې نږدې يوه مياشت وړاندې يې پاکستان ته د خپل سفر پرمهال پر افغان حکومت توندې نيوکې وکړې. د نوموړي يادې څرګندونې په کور دننه د عامو خلکو او سياسونو له توند غبرګون سره مخ شوې وې.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply