سږکال ننګرهار کې ۱۵۰ مټريک ټنه خرما توليد شوې

0 1,063

د ننګرهار کرنې ریاست مسوولین وايي، په ۶۷ جرېبه ځمکه کې د خرما ونې کېنول شوي چې سږکال يې یوازې ۱۵۰ مټريک ټنه حاصل ورکړی دی.

د ریاست په وینا ، د خرما حاصلاتو زیاتوالي علت د خرماوو په بڼونو کې د کرنیزو اسانتیاوو زیاتوالی او د خرماوو له نویو ونو د حاصل ټولول دي. د ننګرهار کرنې رياست د خپرپاڼې مالوماتو له مخې، د جلال اباد ښار بهسودو، کامې، ګوشتې، سره رود، کوز کونړ او په يو شمېر نورو ولسواليو کې یې د خرما باغونه جوړ کړي او تمه لري چې حاصل به یې راتلونکی کال له سږنۍ اندازې څو برابره ډېر وي.

افغانستان ته دا مهال ډېره اندازه خرما  له عربي هېوادونو او ایران څخه واردېږي، خو باور دا دی چې په کور دننه به د خرما حاصل زياتوالی په دې برخه کې د وارداتو کچه ټيټه کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply