ولی پر کابل د طالبانو دوامدار برید؟

نوید احمد څرک

0 927

طالبان د شنبې سهار په داسې حال کې خلک په خپلو کارونو پسې روان و، یو موټر راکټونه پر کابل ښار وویشتل چې ملکي وګړي یې قرباني دي.

د روغتیا او کورنیو چارو وزارت د مالوماتو له مخې، په دې بریدونو کې اته ملکي وګړي شهیدان شوي او ۳۱ نور ټپيان شوي دي.

که څه هم طالبانو د دې برید مسوولیت نه دی منلی، خو دا ښکاره ده چې برید د طالبانو له لوري شوی دی.

طالبان په دې وضعیت کې داسې بریدونه ځکه کوي، چې غواړي حکومت باندې فشار راوړي او خلک ژوند کې تنګ کړي چې د طالبانو ټولې غوښتنې ومني.

که د طالبانو غوښتنې مشروع وی، که افغان حکومت نه منلی، خلکو به پرې فشار راوړی وی، خو دا چې د طالبانو غوښتنې د اسلام اباد د ګټو لپاره دي، خلک حاضر نه دي چې دا غوښتنې ورسره افغان حکومت ومني.

طالبان د هر ډول تاوتریخوالي مسوول دي، ځکه دا ډله هیڅ ډول باندې تیاره نه ده چې په افغانستان کې اوربند وکړي.

له بلې خوا طالبان ځکه د دې ډول بریدونو مسوول دي چې تر دې پخوا یې د ورته بریدونو مسوولیت په ډير ویاړ سره اخیستی و.

که طالبان له مسوولیت تيښته کوي، بیا دې په دې اعتراف وکړي چې ددوی تر څنګ په افغانستان کې نورې ترهګرې ډلې هم شته.

د طالبانو ډلې امریکا او نړیوالو ته ډاډ ورکړی چې په افغانستان کې له دوی پرته نورې ترهګرې ډلې نشته او هر څه فعالیت چې کوي، دوی یې کوي.

طالبان په هیڅ ډول سره نه غواړي چې اوربند وشي، ځکه که اوربند وشي، بیا د دوی د جګړې کاروبار ختمیږي او د پيسو درک یې ورک کیږی.

طالبانو قومندان د جګړې له درکه بسیا دي او د افغانانو په وینه تویدنه باندې ښه ژوند  لري، امکانات او پيسې ترلاسه کوي.

د کابل ښار راکټي بریدونو سره طالبانو وښوده چې دا ډله پر سوله باور نه لري او هڅه یې دا ده چې خلک په ښارونو کې تنګ کړي او له عادي ژوند یې وباسي.

د طالبانو په فعالیتونو، اعمالو او اهدافو اوس ټول افغانان خبر دي او هر ډول تاوتریخوالی چې کیږي، همدا ډله یې مسووله ده چې قطر کې یې د سولې خبرې د تاوتریخوالي د دوام لپاره ځنډولي دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply