په دې اړه خپرو شويو راپورونو کې د سيمه‌ييزو سرچينو په حواله ويل شوي چې یاده پېښه تېره شپه ناوخته د بولان په جمعه ښار سیمه کې رامنځ ته شوې ده. تر اوسه پورې د وژل شويو پاکستان پوځيانو د کره شمېر په اړه څه نه دي ويلي شوي، خو ويل شوي چې دې وسله‌والو په ياده سيمه کې د اور‌ګاډي تېره شوې پټلۍ هم په بمونو الوځولې ده.

د مالوماتو له مخې، وسله‌والو د پټلۍ تر الوځولو وروسته په سيمه کې نور بمونه هم خښ کړي وو او نن د يکشنبې په سهار چې سيمې ته اضافي پاکستاني پوځيان رسېدلي، د خښو شويو بمونو چاودنې پرې او په دې ترڅ کې هم ګڼه مرګ ژوبله ور اوښتې ده.

تر اوسه د دغه بريد او چاودنو مسووليت کومې ډلې نه دی منلی، خو د بلوچستان په بولان سيمه کې د بلوڅ بېلتون غوښتونکو غورځنګ وسله‌وال فعال دي او ډېر کله په دې سيمه کې پر پاکستان ځواکونو خونړي بريدونه کوي. په عین حال په سیمه او د بلوڅانو سره د پاکستان پوځ د هیڅ ډول جنایت او وحشت څخه ډډه نه کوي.