د کډوالو نړیوال سازمان: افغانستان کې د بېځایه شویو کډوالو وضعیت د جدي اندېښنې وړ دی

0 976

د کډوالو نړیوال سازمان وايي، افغانستان کې د بېځایه شوو او کډوالو وضعیت د جدي اندېښنې وړ دی.

د یاد سازمان مشر فیلپو ګراندې په یوه رسمي سفر کې د افغانستان له څو ولایتونو لیدنه کړې او ویلي يې دي په دغه هېواد کې روانې خونړۍ جګړې انساني ژوند ته خطرونه جوړ کړي چې له امله یې د بې ځایه شوو شمېر ډېر شوی دی. نوموړي دې هېواد کې د کډوالو دې بد وضیعت ته اندېښنه ښوولې ده او د جګړې له ښکلیو اړخو یې غوښتي څو د ملکي وګړو ژوند ته پاملرنه وکړي.

د کډوالو نړیوال سازمان مشر فیلپو ګراندې همدا راز وايي، په افغانستان کې د میلیونونه وګړو ژوند د سولې له پروسې او د نړیوالو له مرستو سره تړلی دی او زیاتوي چې د جینوا کنفرانس مرستندویه هېوادونه دی له افغانستان سره دې خپلې مرستې ډېرې کړي څو دې هېواد کې د بحران مخنیوی وشي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان په اړه نن په جینوا کې د مرستو د جلب په موخه نړیوال کنفرانس پیلېږي او افغان حکومت تمه لري چې وکړی شي په دې کنفرانس کې د راتلونکو څلورو کلونو لپاره د مرستندویه هېوادونو مالي ملاتړ خپل کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply