احمد ولي هوتک په افغانستان کې نړیواله ازاده سیالي کوي

0 1,096

د ازادو سیالیو لوبغاړی احمد ولي هوتک

د ازادو رزمي سیالو یا فري فایټ افغان لوبغاړي احمد ولي هوتک خبر ورکړی چې راتلونکې سیالۍ به یې په افغانستان کې دننه ترسره کېږي.

ښاغلي هوتک ته دوه لوبغاړي چې یو یې د فرانسې او بل یې د برازیل دی وړاندې شوي چې دی به په کې یو وټاکي. د احمد ولي هوتک د پروګرامونو مسؤل وايي، دا به د افغانستان په تاریخ کې لومړی ځل وي چې نړیواله ازاده سیالي پکې ترسره کېږي. ټاکل شوې چې دغه سیالۍ شاوخوا دوه نیمې میاشتې وروسته په کابل کې وشي.

احمد ولي هوتک بي بي سي سره خبرو کې وویل چې څه باندې شل سیالۍ یې بهر کې کړې او غواړي چې راتلونکې سیالۍ کابل کې وکړي.

“په هغه شپه چې زما سیالۍ وي، غواړم د خپلو هېوادوالو په شونډو موسکا وي.”

دی زیاتوي چې له دوه میاشتو راهیسې یې د دې لوبې لپاره تیاری نیولی او غواړي راتلونکې هم ورته ځان چمتو کړي.

د ازادو سیالیو افغان لوبغاړی احمد ولي هوتک
د ازادو سیالیو افغان لوبغاړی احمد ولي هوتک

نوموړي پر خپل فیسبوک پاڼه لیکلي: “دا ځل به د کابل په زړه کې له اروپايي سيال سره مخ کېږم.”

نوموړي ویلي، په کابل کې یې د ازادو سیالیو سازمان یا TGFC سره د دې سیالۍ تړون لاسلیک کړی او ټاکل شوې چې د فبرورۍ په یولسمه په یوه معیاري رینګ کې ترسره شي.

ښاغلي هوتک ویلي، د دې لوبې یوه برخه عاید به هغو بېوځلو ته وویشي چې په ژمي کې سرپناه نه لري.

bbc.com/pashto

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply