ناټو: په افغانستان کې د پوځي ماموریت پای ته رسیدو وخت نه دی را رسېدلی

0 938

د ناټو عمومي سر منشي وايي، په فغانستان کې موجوده وضعيت ته په پام سره په دغه هېواد کې د پوځي ماموریت پای ته رسیدو مناسب وخت نه دی را رسېدلی او په خبره يې ناټو سازمان به په افغانستان کې د خپل حضور او ماموريت ترڅنګ د افغان ځواکونو ملاتړ ته هم دوام ورکړي.

ستولتنبرګ پرون دوشنبه د لیندۍ په ۳مه د ناټو سازمان پارلماني شورا ۶۶مې غونډې ته ويلي، په افغانستان کې به د خپل ماموریت او افغان ځواکونو د ملاتړ په دوام سره د داعش ډلې ته د فعالیت اجازه ورنه کړي او زیاته کړې يې ده چې ناټو او متحدین یې نه غواړي افغانستان د داعش ډلې پر مرکز بدل شي څو دا ډله پرې له دې ځايه بريدونه وکړي.

د ناټو عمومي سر منشي ینس سټولټنبرګ دغه راز ويلي، د ناټو هېڅ متحد هېواد نه غواړي چې له اړتیا زيات په افغانستان کې پاتې شي خو زیاتوي چې په يوازې توګه د افغانستان پرېښودو او بلاخره د ترهګرۍ پر مرکز د دغه هېواد بدلېدو خطر هم نه شي منلی.

د ناټو عمومي سر منشي په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د شمېر کمېدو او دې هېواد کې د داعش ډلې فعالیتونو ته په اشارې سره ویلي: «نشو کولای داعش ته اجازه ورکړو چې افغانستان د خپل تروریستي خلافت مرکز کړي.»

د ناټو عمومي سر منشي ینس سټولټنبرګ یادې غونډې ته دا هم ویلي چې په افغانستان کې د ناټو حضور به د دغه سازمان د دفاع وزیرانو په غونډه کې مشخص شي چې ټاکل شوې د راتلونکي ميلادي کال په فبرورۍ کې جوړه شي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره اوونۍ اعلان وکړ چې د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ تر ۱۵ پورې به له افغانستان څخه ۲۰۰۰ امریکایي پوځیان وباسي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply