ولسمشر محمد اشراف وايي، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د خپل هیواد امنیت په ټينګښت کې یو غالب رول لري او له ترهګرۍ سره په مبارزه کې د ګاونډیو هېوادونو او همکارانو ساتنه کوي.
نوموړي چې پرون ناوخته يې د افغانستان لپاره د جينوا کنفرانس ته وينا کوله وويل، په سيمهيیزه کچه ترهګري دامهال د تغيرېدو په حال کې ده خو په خبره يې دا تغير بايد د اېکوسيسټم په توګه نه بلکې د ترهګرو سازمانونو د منزوي کېدو په توګه درک شي.
ولسمشر غني له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د افغان ځواکونو تعامل په اړه د خبر پر دوام زياته کړه، په افغانستان کې یوې سیاسي هوکړې ته د رسېدو لپاره پر یو مطلوب هدف هوکړه چې موخه يې يو خپلواک افغانستان او د سيمې او نړۍ سوله وي، د افغان دولت عمده هدف دی.
نوموړی ټينګار کوي چې د افغانستان همکار او د جينوا کنفرانس غړي هېوادونه دې د دغه مشروع هدف د تحقق په برخه کې له افغانستان سره همکاري وکړي.
ولسمشر غني زياته کړه: «دغه مطلوب هدف د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له لوري تایید شوی چې له امله یې له دې شورا مننه کوو. د دې هدف د تحقق او تر سیمې هاخوا بهیر لپاره د لارنقشې د ترتیب په موخه د افغانستان حکومت سره کار وکړئ. »
ولسمشر وايي، افغان حکومت له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره په ټول مانا متحد دی او اړتيا ده چې په دې برخه کې ګډې هڅې او همکارۍ وشي. له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د ولسمشر غني دا څرګندونې داسې مهال دي له دې وړاندې يې د يادې پديدې پر وړاندې د مطلوبې مبارزې په هدف د ملګرو ملتونو جامع تګ لارې د موجوديت پر اړتيا ټينګار وکړ.
نوموړي په دې ترڅ کې د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته دا وړانديز هم کړی و چې په واقعي توګه مذاکراتو ته د وسلهوالو طالبانو د حاضرېدو په موخه دې پر دغه ډله د فشار وسيلې په توګه بنديزونه وضعه شي.
خو وسلهوالو طالبانو تر اوسه د ولسمشر غني دې وروستيو څرګندونو په اړه کوم خاص څه نه دي ويلي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320