افغانستان په نړۍ کې د ماشومانو لپاره تر ټولو خطرناک هیواد دی

0 1,460

د ماشومانو د خوندیتوب نړۍوال سازمان  ( save the children )   د ملګروملتونو، افغانستان او فنلند  لخوا جوړ شوي د افغانستان په اړه په نړۍوال کنفرانس کې په مرستندویه هیوادونو د افغان ماشومانو د راتلوونکي د خوندي کولو غږ کړی دی. همداشان دې سازمان د افغان ماشومانو په اړه یو راپور هم خپور کړی دی.

په راپور کې راغلي دي چې د ۲۰۰۵ او ۲۰۱۶ کلونو ترمنځه  په افغانستان کې د جګړو له امله په اوسط ډول هره ورځ ۵ تنه ماشومان چې جمعآ ۲۶۰۲۵ ماشومان کیږي وژل شوي او معیوب شوي دي.

په راپور کې راغلي دي چې افغانستان د ماشومانو لپاره د نړۍ د ۱۱ تر ټولو خطرناکو هیوادونو نه یو دی. د ټولو هغه هیوادونو په پرتله چې جګړه پکې دوام لري تر ټولو زیات ماشومان په افغانستان کې وژل شوي دي او معیوب شوي دي.

افغانستان کې په تیرو ۱۵ کلونو کې د جګړو له امله څه باندې ۲۶۰۰۰ تنه ماشومان وژل شوي او معیوب شوي دي

ماشومان خوندي کړۍ د سازمان د افغانستان د څانګې مسئول کریس نیامندي وویل چې ” تصور وکړۍ  چې په دوامداره توګه نن به مې ماشوم په ځانمرګي او یا هوايي برید کې وژل کیږي د ډار سره ژوند په کومه اندازه ګرانه خبره ده. دا د هغه په زرګونو تنو افغان کورنیو لپاره چې ماشومان يي په بریدونو کې وژل شوي او ټپیان شوي دي یو تریخ حقیقت دی.”

trt/pashto

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply