د مېرگي د علاج په اړه څېړنې تر کومه رسېدلي؟

0 1,069

د مېرگي يا ايپیليپسي ناروغي هر کال په نړۍ کې ډېر کسان اغیزمنوي. په آلمان کې اوس د دې ناروغۍ د درملنې په هکله تازه څېړنې جريان لري. په دې اړه څومره خوشبينې موجوده ده؟ 

په وروسته پاتې هيوادونو کې د مېرگي يا ايپیليپسي ناروغۍ په اړه ډېر سوء تفاهمونه موجود دي. په عمومي توگه زياتره خلک دې مرض ته له جادو يا له پيريانو سره تړاو ورکوي. خو په اصل کې مېرگي د دې ناسمو تفاهمونو برعکس علت لري.

 

مېرگي يا ايپيليپسي څرنگه ناروغي ده؟

د انسان مغز د قدرت داسې يوه کرشمه ده چې د ساينس پر ټول پرمختگ سربیره هم ساينس پوهان تر اوسه په هغه د پوهيدو هڅه کوي. د انسان د بدن دا غړی د ۸۶ ميليارده نيورانز يا د مغزو د بنسټيزو حجرو څخه جوړ دی. د دې نيورونو ترمنځ هر وخت تماس موجود وي چې د انسان د بدن ټول فعاليتونه پر مخ وړي.

د دې حجرو ترمنځ تماس د اليکتريکل امپلسز يا بريښنايي ټکان په واسطه نيول کيږي چې د نيورنل فایرنگ اصلاح هم ورته کارول کيږي.

يو نيوران په يوه ثانيه کې کابو دوه سوه وارې فاير يا گوزار کوي او په ټوله کې د ۸۶ ميليارده نيورانونو دا گوزارونه له موږ سره د ورځني ژوند د فعاليتونو په ترسره کولو کې مرسته کوي. خو د نيورانونو همدا فايرنگ که خپل توازن له لاسه ورکړي نو انسان بې حاله کيږي او بدن یې په خپل کنترول کې نه وي. په دې حالت کې پر مريض د مېرگي حمله راځي. په مغز کې التهاب هم د نيورانونو د غير منظم فعاليت باعث گرځيدلی شي.

د ايپيليپسي علتونه او درملنه یې

د نيورانونو د دې غير عادي ټکانونو او د مغزو د التهاب علتونه ډېر دي چې په هغه کې ميراث، د سر زخمي کيدل، د مغزو تومور يا سکته او يا ځيني ميکروبي ناروغۍ پکې شاملې دي. په ماشومانو کې لو تبه هم د مېرگي باعث کیدلی شي.

په نړۍ کې يو شمیر ساينس پوهان د دې مرض د علاج په لټه کې دي خو دا چې د دې ناروغۍ ډولونه او علتونه ډېر دي نو له همدې کبله یې د درملنې د يوې لارې موندل هم مشکل دي.

ډاکتر محمد سجاد چې د مغزو متخصص او جراح دی او د آلمان د دوسلدورف ښار پوهنتون د روغتون د نيورولوجي د برخې مشر دی، د مېرگي د ځينو ډولونو علاج یې د عملياتو له لارې کړی دی.

د ميرگې د حملې پر وخت انسان بې حاله کيږي او پر خپل بدن کنترول نه لري

 

دا چې آیا د عملیاتو له لارې د مېرگي درملنه زيانمنه ثابتيدلی شي او څنگه؟ ډاکتر سجاد یې په هکله وايي: «زموږ د مغزو د هيپوکيمپس برخه زياتره د ياداښت او زده کړې سره تړلې ده، ځکه دا د مغزو يوه ډېره مهمه برخه بلل کیږي. د هيپوکیمپس دوې برخې دي، ښی او کيڼه برخه. په ځينو انسانانو کې ښۍ او په ځينو کې کيڼه برخه ډېره فعاله وي. که چېري د ایپيليپسي علت د مغزو په فعاله برخه کې وي نو عمليات ډېر خطرناک ثابتیدلی شي. خو که په غیر فعاله برخه کې وي نو هلته عملیات تر ۸۰ فيصدو پورې گټور ثابتيدلی شي.»

د درملو له لارې د مېرگيانو پر درملنه تحقيق

د درملو له لارې د مېرگي د بېلا بېلو او تر اوسه د لاعلاجه ډولونو د درملنې په اړه د څېړنو لړۍ د بن پوهنتون په روغتون کې روانه ده. تر اوسه پر موږکانو تجربې ترسره کيږي، ځکه د انسانانو او موږکانو ترمنځ د جينتيک په برخه کې ډېر ورته والې شته.

د بن له پوهنتون څخه پروفيسر ډاکتر کرستيان شتاين هويزر په دې اړه وايي: «که چیري موږ د «ميزيل تيمپورل لوب ايپيليپسي« خبره وکړو چې د مېرگيانو تر ټولو پيچلی ډول دی او درملنه یې هم په زياتره قضيو کې نه کيږي، نو نن هم موږ د ديرشو کالو مخکې وخت په څير يوو، ځکه چې نن هم له ۶۵ نيولې تر ۷۵ فيصده پورې مريضانو باندي د مېرگي شته درمل اغیز نه کوي.»

نوموړي په خپلو خبرو کې زياته کړه: «تر دې حده چې زما خپل همکاران تر اوسه دا خبره نه مني چې نيوران هغه حجرې دي چې د میزيل تيمپورل لوب ايپيليپسي باعث کيږي. خو شته درمل يوازې د نيورانونو د ټکانونو يا فايرونو د مخنيوي هڅه کوي خو دا د دې مرض د شديدو مخه نه نيسي.»

دا چې د ډاکتر شتاين هويزر او د هغه د ملگرو څېړنې تر کومه رسيدلي او د کاميابۍ څومره امکانات لري، هغه یې په اړه وايي: «زموږ د څېړنو په حواله که په مغزو کې د مېرگي د مخه تغیريدونکو حجرو کې د بدليدو دا عمل په لومړي پړاو کې ورديږي نو پر ژويو د ترسره شويو تجربو له مخې د مېرگي مرض له منځه تللی شي. له همدې کبله که په راتلونکي کې دا ډول درمل ولرو چې د دې حجرو د فعاليتونو انډول وساتي نو زه تمه لرم چې موږ به د مېرگي د تر ټولو پيچلي ډول په درملنه کې بريالي شو.»

پر آلمان سربیره د نړۍ په ځينو نورو هيوادونو کې هم د مېرگي د درملنې په اړه څېړنې روانې دي. خو د ډېرو پوښتنو د ځوابونو موندل ښايي څو کاله وخت ونیسي.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply