!د کوزی پښتونخوا مشرانو ته يو بې پرې وړانديز

حبیب الله غمخور

0 794

که د کوزي پښتونخوا د پښتنو د سياسي گوندونو او غورځنگونو مشران  وايي چي  موږ سره يو يو، نوزه د يوافغان په  توگه ځانته د دې وړانديز حق ورکوم :

ترهرڅه لمړی بايد داټکي روښانه کړم  چې زه د ډيورنډ د کرښي د کوزي خوا ياپه بله اصطلاح د پاکستان ترحاکميت لاندي د پښتنو او بلوڅو د غورځنگ او د دوي د عادلانه مبارزو ملاتړکوم . د سياسي اصولو له مخې زه هلته د يوه سياسي گوند او حرکت غړی کېداي نسم ځکه زه د افغانستان تابعيت لرم . مگرداچي زه اوبل هر افغان دا د ډيورنډ کرښه په رسميت نه پېژنو، نود دې کرښي د برخليک دټاکلو ترڅنگ دکرښي دهاخوا ولوسونوسره چې همدې لعنتي کرښي سره جلاکړي يوداوسېدونکودروامبارزی اوددوي له انساني حقوقونه ددفاع اوملاتړ حق لرو .

د مرحوم پاچاخان دا خبره چې ويل یې ((راځئ يو کېږوکنه ورکېږو)) دهرهغه چاپرخوله ده کوم چې پدې سيمه کي پشکل دشکلونو په سياسي حرکت کي راښکېل وي اوغواړي سياسي مطرح اوسی  .داځکه چېدايوه کره اوتاريخي خبره ده اوپه همدې خبره عمل کول مودژوندي پاته کېدويوازنۍ لامل دي .

پرون د نومبر ۲۷ د جمعې په ورځ د بلوچستان په چمن ښارکې یوې ولسي غونډې ته منظور پشتین چې پدې غونډه کي دگډون لپاره ورغلی وو او داسي ښکاره سول چې دغونډي اساسي ويناوال دي دنورو خبرو او گوتنيونو ترڅنگ وویل : په پاکستان کې اته زره پښتانه بې درکه دي او برخلیک یې نه دی مالوم.

نوموړي ‌وویل: “موږ نه وایو، چې دا دې ټول خوشي شي، بلکې موږغواړو دغه کسان باید محکمو ته وړاندې شي، که مجرم یې سزا به ووینياوکه بې ګناه وي، باید خوشي شي“.

ښاغلي پشتین وویل، د چمن ښار په دروازه کې هره ورځ پښتانهځورول کېږي،پرکاروبار یې هره ورځ بېړنیز حالت پلی کېږي او کاروباریان یې بې درکه کړل شوي دي.

موږ یې غوښتنه کوو، موږ ځکه دلته راغلي یو چې د چمن له اوسېدونکوسره خپل یوالی ثابت کړو“.

نوموړي پر پاکستاني امنیتي ادارو تور پورې کړ، چې کله د حقونو خبره وي، دوی له هغو حقونو هم محروم ساتل کېږي، چې د پاکستان اساسي قانون کې ورکړل شوي دي، خو په خبره یې کله چې د سزا خبره شي، د جعلي پولیس رپوټونو له مخې خلکو ته سزاګانې ورکول کېږي او په زندانونو کې ساتل کېږي.

ما د غونډي جريان له پيل نه ترورستيو شېبو تعقيب کړ.

پدې خوښ يم چې آهسته،آهسته هلته پراته پښتانه دپاکستاني حاکميت اوددې حاکميت د اساسي ستني يعني پاکستاني جنرالانو اواستخباراتیادارونه د خپلو روا او قانوني حقوقو دغوښتنواودددوي دظالمانه کړنوپروړاندي داحتجاح اومخالفت ږغ پورته کوي.

دبېلگې په توگه :

په تېرو دوه اوونیو کې دا دویم ځل دی چې د پښتون ژغورنېغورځنګ په جلا ښارونو کې لویې ولسي جلسې کوي.‌ غورځنګ له دېوړاندې د نومبر په پنځلسمه د شمالي‌ وزیرستان په میرانشاه کې هم لویه غونډه کړې وه .

د میرانشاه ولسي غونډې ته په وینا کې هم د غورځنګ مشر منظور پښتین هملته اوسنیو ناامنیواوهدفي وژنو ته په پام سره بیاهم د پاکستان پر پوځ تور پورې کړی، چې دا ناامني همدوی خوروي.

د دې لپاره چې د پي ډي اېم مشران لکه د پي ټی ام مشران د پاکستاني چاروا کو د ظالمانه اوغيرعادلانه کړنوپرخلاف ذغ اوچتوي اوپدې برخه کېیې په منطقي لحاظ مخالف يودی ،نوبياولی په هغو غونډوکي چې دپي ټیام مشران یې جوړوي دپي ډي اېم دمشرتابه او دملی عوامي گوندد استازو درک  نه و او ويناوال مې نه ليدل.

ځيني سياسي شنونکي وایي چې عوامي‌ نشنل ګوند او د مولانا فضل الرحمن جمعیت علمای اسلام دواړه دپښتون ژغورنې غورځنګ ته دیوېسیالې ډلې په توګه ګوري. زما او فکرکوم د هرافغان او د کرښي هاخواپرتو ولسونوته دا ډيره دردونکې خبره ده ولې تر ستم لاندي پښتونولس يواوبل سره ونسي زغملاي؟ که د پي ټي ام غورځنگ مشران ځواناندي تاسو بايد لاخو شحاله سی چې ستاسو نه وروسته دا دي ستاسو په ژوندکي ځوان نسل هم ستاسو لارتعقيبوی او حاضردي د خپل ولس د رواحقوقو نه د دفاع په خاطر د خپلو نيکونو او پلرونو پشان راپورته سي، که تېروتنه کوي اوبايد تاسو نيکي مشورې ورکړي.

موږ پدې پوهېږو، وينو یې او ويناوي یې اوروچې دوي ژوري سياسي پوهي او سياسي مطالعې ته اړتيالري، خوتاسو یې بايد ودې کارته وهڅوی او پدېهکله مرسته ورسره وکړي .اوس دعنعنوي سياست او عنعنوي سياسي خبرو وخت تېرسوی ،سياسي فعاليت ژور سياسي پوهاوي او د نړيوالوسياسيونو د فعاليتونوکارنامو لوستلو اوورځني ژوند پېښواوکړنوتحليل ته اړتيا لري .

زما د کاري او سياسي تجريبو او د پاکستاني چارواکو او حاکميت تاريخ لوستلو له مخې داراته لمرغوندي واضح سوې اوپرې باوری سوي يم چې دوي لکه دلته په افغانستان کي پرتو ولسونو ستاسو هم تاريخي دښمنان دي. دوي د خپلو گټو او موخو د ساتلو لپاره ډيري پېچلی او ماهرانه لوبي ستاسو سره هم کوي ،يومو په بغل کي نيسي اوبل په همدې تاسو وهي اوبيادابل لوری.

وړانديز مې داده راسئ ددې خپل زوردلی ولس د ملي، انساني اوروا حقوقو د دفاع په سنگرکي د پاکستاني چارواکو د ظالمانه کړنو پرخلاف هريوپخپل سياسی هويت خو پريوه ستيج د مخالفت اوحق غوښتلو ږغ پورته کړي.

پدې سل په سل کي ډاډه يم که تاسو دا کار وکړی خپل ټول سياسي اوټولنيز حقوق به ډير ژر ترلاسه کړی .

که په رښتيا غواړی د دې ظلم اوستم نه نجات وموئ ؟همدامو دنجات او خلاصون لاره ده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply