د طالبانو په رهبري کې بدلون څومره ممکن دی

سیدعبدالله پاچا

0 2,242

په یو وخت د سولې او جګړې دوام او په جګړه کې د طالبانو سختې ماتې سره د طالبانو سیاسي او جنګي رهبري تر سوال لاندې راغلې ده.

طالبانو ته چې څومره امکانات ورکول کیږي، د جګړې لپاره ورکول کیږي او په دې تړاو هر کال هدفونه ورکول کیږي.

دا هدفونه په څو ډوله دي

څومره افغانان باید کال کې قرباني شي

څومره عامه ځایونه باید تخریب او ویجاړ شي

څومره ولسوالۍ او څومره ولایتونه باید سقوط شي

څومره ځانمرګي بریدونه باید وشي

کومو سیمو کې باید جګړې شدیدې وي او کومه ډول خلک په نښه شي

څومره مرموزې او هدفي وژني وشي او څومره او کوم کسان په نښه شي.

دا او ورته نور ورانکارې کړنې طالبانو ته هر کال کلنۍ بودجه کې ورکول کیږي چې باید ترسره یې کړي.

خو دا چې طالبان له یو کال څخه بل کال ته متنفر کیږي او خلک ترې مخ ګرځوي، په دې پورته یاد شویو هدفونو کې زیاتو کې نه دي بریالي شوي.

له یوې خوا د افغان ځواکونو وړتیا، زړه ورتیا او بریدونه او له بلې خوا د خلکو همکاري هغه څه دي چې طالبانو ته یې اکثره ځآیونو کې د هدف د رسیدو فرصت نه دی ورکړی.

له همدې کبله ده چې طالبان تر سخت فشار لاندې دي او هغه هېوادونه چې امکانات او هدفونه یې طالبانو ته ورکړي دي، طالبانو ورته نه دي پوره کړي.

د دې لپاره چې طالبان بهرني ملاتړي له لاسه ور نه کړي، طالبانو ته ویل شوي چې باید رهبري او ولایتي کچه باندې ځینې بدلونونه راولي او مشران داسې کسان وټاکي چې انسانیت او ملي ګټو په نوم څه و نه پيژني.

داسې کسان وي چې هر ډول وي، په هر نوم وي، باید هدف پوره کړي، ولو که هر څوک یې قرباني وي او که هر څومره ویجاړی رامنځ ته کیږي.

د طالبانو په لوړه سطحه ټولې ګمارنې او تبدیلیانې د پاکستان استخبارات کوي او د دې لپاره افغان دښمنه هېوادونه پاکستان ته امکانات او پيسې ورکوي چې د دوی د خوښې کسان رهبري ته راولي چې د دوی ګټې تعقیب کړي.

تاسو به وګورئ چې په نږدې وخت کې دا تغیرات راشي، خو دا مه هیروئ چې طالب نور افغان ځواکونو سره د جګړې نه دی او لکه ماتې یې چې خوړلې، داسې ماتې به خوري.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply