په ښځو کې د لوڅو فلمونو ليدل ډير شوي، دلایل يې څه دي؟

0 3,817

د ارقامو له مخې نژدې هر نارينه کله ناکله په يو ډول نه يو ډول سره لوڅ فلمونه کتلي دي، خو څيړنې ښيي چې اوس په ښځو کې هم د دغو فلمونو ليدنه مخ په ډيريدو ده. دا په هغو هيوادونو کې چې انترنيټ ته لاسرسي په کې آسانه دی.

ښځې په عمومي ډول لوڅ (پورن) فلمونه نه خوښوي، خو د لوڅو فلمونو ګڼ شمير ويب پاڼو د وروستيو ارقامو له مخې، اوس د دغو فلمونو د ښځينه کتونکو شمير په چټکۍ سره مخ په لوړيدو دی.

د ساينس له نظره د لوڅو فلمونو کتلو ته د انسان شوق، د نيوران په نوم له عصبي جن څخه پيدا کيږي. دغه جن په ښځو او نارينه و کې يو برابر دی. دغه جن په مرغانو او نورو حیواناتو کې هم موجود دی.

ولې ښځې لوڅ فلمونه ګوري؟

د امريکا د والپاريسو پوهنتون څخه ارواح پوه، مايک نيبني او ملګرو يې په دې اړه په يوه تازه تحقيق کې موندلې چې هغه ښځې چې لوڅ فلمونه ګوري په هغوی کې د جنسي اړيکو شوق ډيريږي او دا ډول ښځې د جنسي اړيکې پر مهال له لږو ستونزو سره مخ وي.

لوڅ فلمونه تر ډيره د کوم عمر ښځې ګوري؟

په دغه تحقیق کې موندل شوې چې تر ټولو ډير، ځوانې ښځې لوڅ فلمونه ګوري. دغه خبره د لوڅو فلمونو ويب پاڼې هم د خپلو ليدونکو د ارقامو له مخې تائيدوي.

د لوڅو فلمونو «ايکس همستر» ويب پاڼې د روان کال په فبروري مياشت کې د يوې سروې نتایج خپاره کړل. په دغې سروې کې څه باندې سل زره ښځو ګډون کړی وو. د سروې له مخې هغه ښځې چې لوڅ فلمونه ګوري، نژدې ۶۳ سلنه يې، د ۱۸ او ۲۴ کلونو تر منځ عمرونه لري. په دوی کې ۶۰ سلنه ګډونوالو ښځو بيا ويلي وو چې دوی لوڅ فلمونه د خپل جنسي ژوند د لا ښه تيرولو په مقصد ګوري.

په يو تحقیق کې موندل شوې چې تر ټولو ډير، ځوانې ښځې لوڅ فلمونه ګوري – آرشيف

لوڅو فلمونو کتلو ته علاقمندي په کومو هيوادونو کې ډيره ده؟

ميډيتا اومنګ د آلمان په پاډرن بورن پوهنتون کې د کلتوري چارو کارپوهه ده. هغه چې د لوڅو فلمونو په اړه تحقیق کوي، هم وايي چې د هغو ښځو شمیر مخ په لوړيدو دی، چې د لوڅو فلمونو کتل خوښوي. د هغې په خبره، دغه علاقمندي په لويديځو هیوادونو او هغو هيوادونو کې چې انترنيټ ته لاسرسي اسانه وي او د انترنت کیفیت پکې ښه وي، ډير شوی دی.

د اومنګ په خبره، د لوڅو فلمونو له کتلو سره د ښځو عادت، د هغوی په معاشره کې بدلون راوستلی شي چې له هغو څخه يو هم په لوڅو فلمونو کې کار کول دی.

 ښځې د نارينه و په پرتله ډير لږ لوڅ فلمونه ګوري؟

خو بل کارپوه، تهوماس یونکر، بيا د دې برخلاف وايي چې ښځې د نارينه و په پرتله ډیر لږ لوڅ فلمونه ګوري او په خبره یې اصلي دلیل یې فطري مسئله ده. هغه په دې باور دی چې د لوڅو فلمونو په لیدو کې دغه بدلون، په ډير لږ سلنه ښځو کې رامنځ ته شوی. د هغه په خبره د فطري لحاظه د اکثرو ښځو په روحيه کې هيڅ ډول تغيیرات نه دي رامنځ ته شوي.

يونکر وايي، ښځې او نارينه د فطري لحاظه ډير توپير لري او په همدې دلیل ښځې د نارينه و په پرتله ډير لږ لوڅ فلمونه ګوري.

خو هغه څه چې روښانه دي، هغه دا دي چې د پخوا په پرتله د لوڅو فلمونو کتل اوس د ښځو او نارینه وو ترمنځ ډير شوي چې په دغه بدلون کې د نورو ترڅنګ، د لوڅو فلمونو صنعت هم لوی لاس لري.

دویچه وله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply