د دفاع وزارت ادعا : کابل کې د طالبانو اړوند هدفي وژنو ډله نيول شوې

0 710

ملي دفاع وزارت وايي، څلور تنه هغه طالب وسله‌وال یې نیولي چې د کابل ښار ۵مې او ۱۳مې ناحيو په اړوند سیمو کې یې هدفي وژنې کولې او مقناطیسي ماینونه يې اېښودل.
دغه وزارت په يوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دا کسان چې د وسله‌والو طالبانو له ډلې دي، د کابل پغمان ولسوالۍ په مربوطاتو کې نيول شوي دي. د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې، د يادو نيول شويو کسانو له ډلې مولوي صداقت د کابل ښار ۵ او ۱۳ ناحیو په اړوند سيمو کې یې چسپکي ماینونه او هدفي وژنې کولې.
روح الله چې په زورکي مشهور دی او د مولوي صداقت ډلې غړی دی هم د چسپکي ماینونو اېښودونکی و. سميع‌الله چې په صدیق الله مشهور دی د طالبانو يوې ۱۰کسيزې ډلې مشري په غاړه لري او همدا راز جان اغا چې په لونګي مشهور دی، د دې ډلې د چسپکي ماینونو د لېږد را لېږد مسئول دی.
ملي دفاع وزارت د يادو کسانو د نیول کیدو خبر داسې مهال ورکوي چې دې وروستیو کې کابل ښار نږدې هره ورځ د مقناطیسي ماین شاهد دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply