غــــــزل

ښکلا سحر

0 2,363
چې جامې مې په باران د عشق لمدې شوې
بیا مې سترګې په یو بل جهان رڼې شوې
د خیالونو په دنیا کې مې ځان وموند
ستا په نوم رانه را تاوې دایرې شوې
په دیدن کې دې له حده ها خوا خوند و
او شیبې د ژوند له شاتو نه خوږې شوې
خو بس څه و چې جنت نه و دنیا وه
د تقدیر په لاس مو پاتې فیصلې شوې
نه د زغم وې نه مې ځان ترې پټوی شو
په سپرلي د ژوند را پیښې حادثې شوې
امیدونه مې د زړه زخمي زخمي شول
د غزل مصرې مې هم په وینو سرې شوې
ښـــــکلا! مینه د زهرینې هوا ښار دی
په دې ښار کې د هر چا سترګې ړندې شوې

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply