غزل

ښکلا سحر

544
په زړه کې دې کینه ده په لمانځه باندې ولاړ یې
کافر یې عجیبه ده په لمانځه باندې ولاړ یې
مطلب دي عبادت دی د کعبې پر لور دې مخ دی
په خیال کې دې لانجه ده په لمانځه باندې ولاړ یې
لګیا یې غلطۍ نیسې د نورو د لمونځونو
شروع دي محکمه ده په لمانځه باندې ولاړ یې
ټوپک دې د منبر تر څنګ تکیه ایښی دېوال ته
په وینو دي شمله ده په لمانځه باندې ولاړ یې
غازي یې د اخیرې زمانې اسمان ته ګورې
په سر کې دي نشه ده په لمانځه باندې ولاړ یې
سجدې ته تر ملا مخکې روان یې تور ابلیس یې
خو سپینه دي جامه ده په لمانځه باندې ولاړ یې
حساب د رکاتونو درنه ورک دی وارخطا یې
په جیب کې دي پیسه ده په لمانځه باندې ولاړ یې
د سترګو تر کونجو ښکلا! ته بدې بدې ګورې
راغلې دې غوسه ده په لمانځه باندې ولاړ یې

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.