له ۲۰۱۸ کال راهيسې د شمالي وزيرستان ۲سوه اوسېدونکي هدفي وژل شوي

0 764

په شمالي وزيرستان کې د ناامنيو او هدفي وژنو تازه څپو د راتلونکي وضعيت په اړه د دې سيمې اوسيدونکو او قومي مشرانو اندېښنې زياتې کړي دي.

ځايي اوسېدونکي او فعالان وايي، د شمالي وزيرستان اړوند بېلابېلو سيمو کې هدف وژنې له پخوا راهيسې دوام لري خو زياتوي چې دا چاره په وروستيو ۲ کلونو کې خورا زياته شوې ده. د خيبر پښتونخوا په ايالتي اسمبلۍ کې د شمالي وزيرستان استازی مير کلام وزير وايي، د ۲۰۱۸ميلادي کال له پيل بيا تر دې مهال د شمالي وزيرستان ۲سوه ځايي اوسېدونکي چې ګڼ شمېر قومي مشران هم په کې شامل دي، په هدف بريدونو کې وژل شوي دي.

نوموړی نيوکه کوي چې په شمالي وزيرستان کې د هدفي وژنو لړۍ د پاکستان پوځ په موجوديت کې روانه ده او په خبره يې خلک حق لري چې په تړاو يې له پوځ پوښتنه وکړي. نوموړي په دې اړه له رسنيو سره خبرو کې ويلي:

«ضرب عضب پوځي عملیات وشول او له هغې وروسته اوس د امنیتي ادارو خلک د غره په سر موجود دي، چېک پوسټونه یې جوړ کړي او بیا په هره سیمه کې سرچ اپرېشنونه هم کوي. نو بیا خو به دا پوښتنه ضرور کېږي چې دا نامالومه خلک څوک دي چې په رڼا ورځ راځي او خلک وژني؟»

د هدفي وژنو په دوام سره په يوه تازه پېښه کې چې د نومبر په ۳۰ مه په خېسور کې رامنځته شوه، ۴تنه قومي مشران هغه مهال ووژل شول چې په موټر کې له سيمې د تېرېدو پرمهال وو. ملک عمر، ملک میر سعدي، ملک نور رحمان،  او ملک رضا هغه قومي مشران وو چې د شمالي وزيرستان په وروستي هدفي بريد کې وژل شوي دي.

له دې سره هم‌مهاله د شمالي وزيرستان ځايي اوسېدونکي دا اندېښنه هم لري چې په سيمو کې يې يو ځل بيا طالبانو تحرکات پيل کړي او زياتوي چې ياد تحرکات ښايي په شمالي وزيرستان کې د تېر ناسم وضعيت تکرار ته بيا زمينه برابره کړي.

ځايي اوسېدونکي نيوکه کوي چې طالبان او ورته نورې وسله‌والې ډلې خپل فعاليتونه د پاکستاني پوځ تر سترګو او څار لاندې تنظيموي. له دې وړاندې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو هم په ميرانشاء کې د وروستۍ غونډې پرمهال خبر ورکړی و چې پاکستان بيا د خپلو ګټو تحقق په موخه په شمالي وزيرستان او نورو قبايلي سيمو کې د ترهګرۍ ترويج او روزنۍ نوی ماموريت پيلول غواړي.

دوی خبرداری ورکړی چې د غورځنګ غړي او ځايي اوسېدونکي به د پاکستان او په ځانګړې توګه د پوځ او استخباراتو دا هڅې ناکمې او ناممکنه ثابتوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply