حکومت نور د سولې لپاره څه وکړي؟

نوید احمد څرک

0 586

دا پوښتنه باید تراوسه د ټولو د حل وي چې افغان حکومت د سولې لپاره څه وکړل او طالبانو څه وکړل؟

دا ښکاره ده چې افغان حکومت د سولې لپاره خپله اراده ښودلې او ټول ولس ته لکه د لمر ډاګیزه ده.

لومړی اوربند د سولې لپاره افغان حکومت وکړ.

لومړی بې قید او شرطه وړاندیز افغان حکومت وکړ.

لومړی د سولې لویه جرګه افغان حکومت راوغوښته.

لومړی ۵۰۰۰ طالب زندانیان افغان حکومت د سولې د ښه نیت لپاره خوشې کړل.

د طالبانو تر ټولو خطرناک بندیان د ولس په غوښتنه افغان حکومت خوشې کړل چې ګوندې طالبان سوله وکړي.

مذاکراتي ټیم یې وټاکه چې له طالبانو سره خبرې وکړي او یو دایمي اوربند او سولې ته ورسیږي.

خو طالبانو د دې هر څه مقابل کې څه وکړل؟

طالبانو تاوتریخوالی زیات کړی

ښارونو کې یې چاودنې زیاتې کړې

مخامخ جګړه یې زیاته کړه

هدفي وژنې او ماینونه یې زیات کړل.

طالبانو یواځې یو کار کړی چې افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته ناست شوي او دا خبرې هم د یو شمېر هېوادونو د فشارونو په پایله کې پيل شوي، نه د افغان ولس په غوښتنه.

طالبان هیڅ د بیلګې په ډول نه شي وړاندې کولی چې د سولې پروسې د بریا لپاره یې کړي وي.

نیویارک ټایمز او بی بي سي داسې راپورونه ورکړی و چې ګنې افغان حکومت او په ځانګړي ډول ولسمشر غني د سولې پروسې مخالف دی او هڅه یې دا ده چې دا پروسه وځنډوي او یا یې د بریا مخه ونیسي.

طالبانو چې له امریکا سره هوکړه کې یې د تاوتریخوالي د کمیدو ژمنه کړې وه، د هغه وخت په پرتله یې تاوتریخوالی ډیر زیات کړی ، خو په دومره توپيري چې د جګړې او چاودنو مسوولیت ډیر کله نه اخلي.

دا ټولو ته ښکاره ده چې د تاوتریخوالي د کمیدو لپاره حکومت زیات انعطاف وښود، خو طالبان و چې هیڅ ډول باندې سولې لپاره ښه نیت و نه ښوده.

سولې ته تیرو دوه کلونو کې حکومت پوره چمتووالی نیولی و او عملي ګامونه یې اخیستي، هغه سوله چې باعزته او دوامداره وي.

طالبان دي چې هرکله یې د تاوتریخوالي د کمیدو او اوربند غږ ته ځواب نه دی ویلی او د سولې انرژي هم په جګړه مصرف کوي چې خلک یې په دې پروسه بې باوره کړي دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply