طالبانو تېره یوه میاشت له ۴۰۰ ډېرو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولی

0 688

کورنیو چارو وزارت وايي، تېره یوه میاشت کې د طالبانو بریدونو کې له ۴۰۰ ډېر ملکي وګړي مړه او ټپیان شوي دي.
د دغه وزارت ویاند طارق ارین وايي، چې د تېرې یوې میاشتې په اوږدو کې وسلوالو طالبانو ۱۶ ځانمرګي او ۱۶۸ د ماینونو بریدونه کړي دي. نوموړی زیاتوي، چې د وسلوالو د دغو بریدونو په ترڅ کې تر ۱۳۴ تنو ملکي وګړي شهیدان شوي دي. هغه دغه راز وايي، چې د یادې مودې په ترڅ کې د طالبانو د تاوتریخوالي له کبله نږدې ۳۲۴ تنه ملکي وګړي ټپیان شوي هم دي. کورنیو چارو وزارت دا شمېرې داسې مهال خپروي چې افغانستان کې وروستۍ ملکي مرګ ژوبله د بشري حقونو د ټولنو او سازمانونو له جدي اندېښنې سره مخ شوې ده.
د ملګرو ملتونو نړیوال سازمان څو ځله له ښکیلو لوریو غوښتي، څو د جګړو په ترڅ کې د ملکي وګړو مرګ ژوبلې ته جدي پاملرنه وکړي. خو ددې سره بیا افغان حکومت تل د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې پړه پر وسلوالو طالبانو اچوي او زیاتوي چې دا ډله د جګړو په ډګر کې د ملکي وګړو له کورونو او مېنو د سپر په توګه کار اخلي.
وسوالو طالبانو تر اوسه د کورنیو چارو وزارت د یادې ادعا په اړه رسنیو ته څه ندي ویلي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply