د بنسټیز بدلون اړتیا

شاه ولي ارین

0 881

یو څه کم دوه میاشتې مې په کابل کې تیرې کړې، تر جلال اباد او کامې پورې هم ولاړم. په دغې موده کې مې ډېر څه ولیدل، واوریدل او عملاً ورسره مخ شوم. کابل د هیواد د مرکز په توګه د یو وحشت، بی امنۍ، غلا، زورواکۍ، مافیا او فساد پر ستر مرکز بدل شوی، هیڅوک په امن کې نه دي. په رڼا ورځ د یوه مبایل تیلیفون په خاطر انسانان وژل کېږی، بیروکراسي، رشوت، بې عدالتي او په لوړه کچه فساد د دولتي ادارو اصول ګرزیدلي او هیڅوک یې نه پوښتنه کوي او نه یې هم د مخنیوي ځواک لري. د واټونو او سرکونو په څنډوکې، په سلګونه انسانان د مخدره توکو قربانیان په خورا ناوړه وضعیت لیدل کېږی او خپل خوږ ژوند له لاسه ورکوي. د ښار له یوې برخې نه بلې برخې ته په موټر کې تګ د لارو د بندېدو له امله په دوه درې ساعتونو کې هم ممکن نه دي. په زرګونه ښځینه او نارینه ځوانان د لوړو زده کړو له درلودلو سره ـ سره د کار کولو له نعمت نه محروم دي؛ د بډو او فساد له امله، بیسواده او نا اهله کسان د پیسو اوزور، واسطو له لاری مقررئ تر لاسه کوي.

لیدل کېږی چې یا دولت او حکومت نه غواړي چې دغو ستونزو ته د پای ټکي کېږدي او یا کمزوري او ناتوان دي، ځکه چې د هر یو زورواک او یا قانون ماتونکي تر شا یو بهرنی استخباراتي او یا مافیایې ځواک شتون لري او ترې پلوي کوي. هر زورواک، هر قانون ماتونکی او هر مجرم چې هره شېبه د امنیتی ارګانونو له لوري ونیول شي، څو شیبې وروسته ازاد وي او په سر لوړئ سره ګرزي.

درنو هیواد والو دغسی حساس وخت یو اساسی خوځښت اوبدلون ته اړتیا لري، چې د داسې یو سراسري خوځښت مناسب ځواک یوازې او یوازې ځوان نسل دی، چې په اوسنیو شرائطو کې یې له بل هر چا نه خورا ډېره قرباني ورکړې، حقونه یې تلف کېږي نو ځکه ترې داسی یو ځواک  جوړیدای شې. ځوان نسل یو ناپییلي او خپلواک ځواک دی چې په فزیکي، علمي او تکنالوژیکي لحاظه کاملا ددې وړتیا لري چې بنسټیز بدلونونه رامنځته کړي.

د فساد توره پدیده ټول افغانان او په خاص ډول ځوان نسل خورا سخت زوروي، د کار او فعالیت مخی یې ډب کوي، ولیدل شولو چې د همدې شومې پدیدې له امله نړیولې ټولنې د ژنیو په کنفرانس کې خپلی مرستې را کمې کړې او همدې شومې پدیدې زموږ د هیواد موقف په نړیواله سطحه څومره زیانمن کړ. زما په اند د هیواد د ځوان نسل له پاره د سیاسي او ټولنیزې ملي او هیوادنۍ مبارزې اصلي ټکی هم باید هیواد ژغورنه او د فساد په مقابل کې هر اړخیزه مبارزه وي.

یقیناً د ځوان نسل د یو پراخ او هر اړخیز ځواک د جوړیدو اغیزې او اساسات په هیواد او د هیواد نه د باندې لیدل کېږی. همدا اوس د ځوانانو په سلګونو سیاسي، کلتوري، فرهنګي، مدني او ټولنیز خوځښتونه را جوړ شوی وده یې کړې او په یوه واحد ملي قووت د تبدیلیدو په حالت کې دي. تر هغه ځایه چې ما د شلو نه زیاتو ځوانو ټولنو او خوځښتونو سره له نږدی ولیدل، هر یو یې د ګډ او هماهنګ کار او د یوې ګډې ملي مبارزې هوډ درلود او عملي کار یې پیل کړی او باور هم پرې کیدای شي.

زه باور لرم چې همدا ټولنې او خوځښتونه به ډېر ژر په هیواد او له هیواد نه بهر په یو ځواکمن حرکت بدلیږي او هیواد به له دې ستر ناورین څخه خلاصوي.

اوس نور هیواد وال په خاص ډول ځوان نسل او د هیواد اکثریت خاموش ولس د روانو ناخوالو، فساد بربادیو تحمل نه لري اودا هیواد یو ستر بدلون ته اړتیا لري.اوس په هیواد کې د یو ستر ملي چتر د جوړولو اړتیا شته چې رهبري به یې د هیواد د ځوان نسل په لاس کې وي.

موږ ولې د ځوان نسل نه زیاته تمه لرو؟

دا ځکه چې ځوانان د ټولنی د راتلونکې لپاره اړین اوټاکونکي قشراو قووت دی. په تیره څلویښت کلنه غمیزه کې تر هر څه ډیر ځوانان ګواښیدلي او زیان من شوي دي، دهیواد په اکثرو سیمو کې د نیابتي جګړو له امله ځوانان له زده کړو او نورو ټولنیزو فعالیتونو او ضرورتونو نه محروم پاتې شوي دي، یو شمېر نور چې لوړې او نیمه لوړې زده کړې لري، د کاراو فعالیت، د ښه درسي چا پیریال امکانات ورته د دولتي ارګانونو له خوا نه دي برابر شوي، چې د همدې مجبوریتونو له مخې یې د جنګ د دواړو خواوو لیکو ته د ګډون کولو لپاره مجبور شوي چې ډیرو یې حتا خپل خوږ ژوند هم له لاسه ورکړی دی.

لیدل کیږي چې یو شمیر نور ځوانان د پورتنیو ستونزو له امله اړ شوي چې هیواد پریږدي او بهرنیو هیوادونو(اروپا) ته مخه کړي چې په خواشینی سره په سلګونه یې په سمندرونو کې ډوب شوي دي. همدا ډول په زرګونه نور ځوانان د مخدره توکو د کارولو په جال کې راګېر شوي دي چې دغه ټول د کاري فضا او اقتصادي اړتیاوو د نه شتون له امله له دې انسان وژونکو پدیدو سره مخامخ شوي دي. ځوانان یو متعهد قشر دی. اوسني دولتی سیستم، زورواکۍ لوړ فساد ورنه د کار او ژوند شرائط اخیستي او محدود کړي یې دي، نو ځکه د زورواکۍ او فساد پر ضد ملي مبارزه باید په یو عمومي غږ او شعار بدله شي.

د ځوانانو د جوړښتونو سره د خبرو او لیدنو په لړ کې مې، د افغانستان د سولې او هوساینې د بنسټ د رهبري هیئت له یو شمېر ځوانانو سره یو بنډار درلود، ددغې ټولنې مشر محمد الله صابری ډاډ څرګنداوه چې دوی یوشمېر خورا ډېر ځوانان د هیواد په ولایتونو او له هیواده بهر د یو واحد ټولنیز ولسي ځواک د جوړیدو په خاطر چې د سولې او بیا رغونې او په هیواد کې د اوسنی نظام د پیاوړتیا او اصلاحاتو د راوستلو د فساد او زورواکي پر ضد د یو ستر ملی انسجام په لار کې به خپلو هلو ځلو ته دوام ورکوو.

دا و زما د سترګو لیدلي حال یوه لنډه برخه چې درنو لوستونکو ته می وړاندې شوه.

 

د وطن د سمسورتیا او د خلکو د نیکمرغۍ په پار، د ځوانانو د لا خوځښت په هيله!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply