د کونړ سیند سیاسي او اقتصادي اهمیت

شاه ولي ارین

438

کونړ د افغانستان د ۳۴ ولایتونو له جملې د ستراتیژیکي موقعیت له امله یو له ډيرو مهمو ولایتونو نه شمېرل کيږي چې د ۵۰۰۰۰۰ په شاوخوا کې وګړي په کې ژوند کوي، څه د پاسه ۴۵۰۰ کیلو متر مربع مساحت لري، دغه ولایت د افغانستان په ختیځ کې پروت دی ، چې شمال ته یې نورستان، سهیل ته یې ننګرهار، لویدیز ته یې د لغمان ولایت موقعیت لري. په ختیز لور کې یې  ۱۷۵ کیلومتره ګډه پوله، له خیبر پښتونخوا سره تشکیلوی.

 د نړۍ په تاریخ کې  هغه سیمې د ولسونو او ځواکونو د پوره پاملرنې وړ ګرځیدلی دي چې د نورو سیمو په پرتله  د هغوي جغرافیوی، اقتصادي، فرهنګي او سوق الجیشي موقیعیت د یو شمېر لوړو مشخصاتو  لرونکي وي. په داسې سیمو کې زموږ په تاریخي هیواد کې هم ولسونه ځاي پر ځای شوي کلاګاني، کلي، ښارونه یې اباد کړي، تجارتي، مذهبي علمي او کلتوري مرکزونه یې رامینځته کړي او مدنیتونه یې ایجاد کړي دي.

د کونړ ولایت هم د تاریخ په اوږدو کې د همداسې لوړو مشخصاتو لرونکې سیمه ده چې په خاص ډول د کنړ سرشاره سیند او د راز راز ځنګلونو موجودیت د دغه ولایت اهمیت خورا ډېر کړی او تل یې زموږ د حریص ګاونډي پاکستان د پاملرنې وړ ګرځولی دي.

تیرو ۵ لسیزو جګړو دغه ولایت هم د هیواد د نورو مهمو سیمو شانته خورا زیانمن کړ، دغو ناخوالو اوجګړو پاکستان ته خورا ښه فرصت په لاسه ورکړ چې هم د کونړ د سیند له اوبو او همدا ډول د دغې سېمې له ځنګلونو نه په پراخه پیمانه غیر قانوني استفاده وکړي.

تیرو تپل شوو جګړو د کونړ د سیمې خلکو ته دا فرصت په لاس ورنه کړ چې د وخت دولتونه وهڅوي تر څو د کونړ پر سیند د بندونو د جوړولو هلې ځلې وکړي او نه داسې یو ځواکمن دولت رامنځ ته شو او نه هم شته دولتونو ته داسی موقع په لاس ورغله  چې حتی پر دغه سیند د بند د جوړولو سوچ هم وکړي.

دا یو څرګند حقیقت دی، چې پاکستان د تاریخ په اوږدو کې د خپل د جوړیدو را وروسته په ټولو امکاناتو او حریصانه پالیسیو هلې ځلې کړی تر څو زموږ په هیواد کې د یو ځواکمن او با ثباته دولت د جوړیدو مخه ونیسي.

افغان ولس باید په دې پوه شې چې د پاکستان د دغو ظالمانه او دښمنانه سیاستونو اصلي لاملونه، د یو شمېر نورو مسایلو تر څنګ خورا مهم  یې د دیورن کړغیړنه کرښه، د کنړ د سیند اقتصادي اهمیت، او د افغانانو تاریخي دوستي له هندوستان سره د یادولو وړ ده.

د طالبانو د حاکمیت په راتلو سره پاکستاني جرنیلانو داسې سوچ کاوه چې ، دغه نظام چې نه د نړۍ هیوادونو په رسمیت وپیژنده او نه یې، د افغان ولس نه قانوني مشروعیت تر لاسه کړ او همدا ډول له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان دی.نو دوي به حتمأ د پاکستان غوښتنو ته مثبت ځواب ورکوي. خو ولیدل شول چې، طالب چارواکو په ډېرو لږو امکاناتو سترې ساختماني او بنیادي پروژي په کار پیل کړې، د قوشتیپې کانال، د مهمو لارو ساختمان، او د هیواد د یو شمېر کانونو د استخراج قراردادونو د اوبو د مهارولو پالیسیو ، ایران، تاجکستان، اوزبکستان او په خاص ډول پاکستان له سخت تشویش سره مخامخ کړل.

زما په اند چې تر ټولو زیات به پاکستان په پټه او ښکاره له طالب چاروکو نه د دغو پروژو د نه عملي کولو غوښتنه کړي وي، مګر کله چې یې غوښتنو ته د رد ځواب ورکړ شوي، بیا یې نو، پر طالب حکومت د فشار او ظالمانه تهدیدونو نه کار واخیست.

د افغان تجارانو پر مخ د تورخم لار تړل چې د تازه میوو او سبزیجاتو له امله په میلیونونه افغاني افغان سوداګرو ته زیان واوښت په دې ترتیب یې غوښتل د ملی سوداګرو او طالب چارواکو تر منځ واټن رامنځ ته کړي.

پنځه لسیزی پاکستان تیروریستی، بیلا بیلی ډلی په خپل هیواد کې، روزلې، وسلې یې ورکولي او د ورانکاری، افغان وژنو او هیواد ورانولو له پاره یې زموږ هیواد ته رالیږلې، چې په دې رابطه یې د افغان دولتونو وار وار غوښتنو او شکایتونو ته هیڅ پاملرنه نه کوله، مګر اوس چې د دوي خپله روزل شوو پاکستاني طالبانو له دوی سره ستونزه لري، له طالبانو غواړي چې دوي ته یې وسپاری، حال دا چې طالبانو وار وار ویلی، چې د افغانستان نه هیڅ کوم بل هیواد ته خطر نه پیښیږي.

 وروستی غیر اسلامي غیر انساني عمل د ژمي په دې ساړه موسم کې د افغان مهاجرینو په جبر او وحشت ویستل دي، چې دغه غیر عادلانه عمل د بشر د حقوقو او نړیوالو کنوانسینونو خلاف عمل دی، چې په دې توګه دوي غواړي پر طالبانو اقتصادي فشار ورزیات کړي تر څو د انشکافي پروژو د عملي کولو مخه ونیسي او له بله پلوه افغان ولس د طالبانو پر ضد راوپاروي.

دا یو څرګند حقیقت دی، چې اوسنی افغان دولت د خپله ګاونډیو په پرتله نه په اقتصادي لحاظ او نه په نظامي برخه کې سیالي کولای شي، مګر ځني فرصتونه،حساسی شیبې او خاص امکانات شته چې که طالبان وشی کولای ترې کار واخلی د ګاونډیو د هر فشار په مقابل کې ستر ګواښ ورپیښولای شي، چې هغه د افغانانو د اتم بم(سرشاره اوبه دی).

میډیا په ډاګه کړه چې د افغان مهاجرینو په اړه د پاکستان د غیر انساني او ظالمانه چلند له امله په هیواد کې دننه او له هیواده بهر په زرګونو افغانانو غږ پورته کړ چې د کنړ په سیند د بند او برق د جوړولو له پاره هرډول اقتصادي مرستې ته حاضر دي، نو ځکه طالب چارواکي باید له دغو حساسو شیبو او فرصت نه لازمه استفاده تر لاسه کړی وای د اوس له پاره یې د یوه بند د سروی چاری پیل کړی وای، او د افغانانو د مرستو له پاره یې یو اختصاصی اکونټ پرانیسی وای، چې دغه چاره د پاکستان له پاره ستر ګواښ او د روانو غیر انساني پالیسیو د مخنیوی لامل کیدای شو.

د کونړ پر سیند باندې د بندونو جوړول خورا اقتصادي اهمیت لري، په زرګونو کیلوات برق تولیدولای شي او په فني ډول په سلګونه جریبه ځمکي خړوبوي، د فارمونو او باغونو له پاره اسانتیاوې برابرولی شي او په سیاسي لحاظ د ګاوندی هیواد پاکستان د کلونو کلونو حریصانه او غیر عادلانه پالیسیو ته په دغه برخه کې د پای ټکی ایښودل کېږي. اوبه مهار کیږي زموږ د غوښتنو په تناسب به اوبه پاکستان ته ورکول کیږي البته د متقابلو ګټو په نظر کې نیولو سره.همدا یې ښه او مناسب وخت دي، د افغان مهاجرینو په هکله د پاکستان د نګران حکومت او جرنیلانو د ظالمانه او خاېنانه چلند په مقابل کې د افغانانو د احساساتو نه باید طالبان مثبته ګټه پورته کړي او د کنړ پر سیند باندې د بند جوړولو پر چارو هرو مرو پیل وکړي.

پای

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.