پمپیو: د تاوتريخوالي دوام د سولې مذاکرات بې پايلې کولی شي

0 587

د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پميو وايي، که په افغانستان کې تاوتریخوالی کم نه شي نو په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې روان مذاکرات به هېڅ پايله ورنه کړي.

نوموړي چې تېره ورځ یې د بحرېن په پلازمېنه منامه کې د ستراتیژیکو مطالعاتو نړیوال انسټېټيوټ کې يوې غونډې ته د انلاين له لارې خبرې کولې زياته کړه، دوحې ته یې د خپل سفر په ترڅ کې د افغان حکومت او طالبا مذاکراتي پلاویو ته واضيح کړې چې روان تاوتریخوالی کم کړي او زیاتوي چې دا تاوتریخوالی هېڅ لوري ته د منلو وړ نه دی.

نوموړي په دې اړه ويلي: «افغانستان کې د ډېرېدونکي تاوتریخوالي کچه نه منوونکي ده. موږ باید د دې تاوتریخووالي پر کمولو خبرې وکړو. موږ هیله لرو چې دا تاوتریخوالی کم شي.»

په ورته وخت کې د قطر بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمان الثاني وايي، هیله لري چې د روان میلادي کال تر پایه پورې د افغانستان سولې برخه کې خورا د پام وړ پرمختګ وشي او ډاډ يې څرګند کړی چې د افغانستان راتلونکی کال به تر اوسني ډېر ښه وي.

هغه تېره ورځ د ایټالیا مدیتراني کلنۍ غونډې ته په خبرو کې ویلي چې د افغانستان سولې په برخه کې د دواړو مذاکراتي ډلو تر منځ په تېرو څو ورځو کې پرمختګ لیدل شوی خو په خبره يې دوی هیله لري چې د روان میلادي کال تر پایه به د افغانستان سولې په اړه ستر پرمختګ وویني.

عبدالرحمان الثاني زیاته کړه چې د سولې مذاکراتو له کوربه‌توبه د قطر هدف دا دی چې د افغانانو لپاره هر څومره ژر ممکن وي، ثبات رامنځته شي او قطر به د دې هدف لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

تېره اوونۍ د افغانستان حکومت او طالبانو مرکچي پلاوي په دوحه کې د مذاکراتو پر طرزالعمل هوکړې ته ورسېدل او ټاکل شوې نن دواړه لوري د يادو مذاکراتو لپاره د اجنډا پر جوړولو کار پيل کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply