طالبان د دراني په وړاندې څه وایی؟

نویداحمد څرک

0 548

د پاکستان د استخباراتو مخکیني مشر له بي بي سي سره ځانګړې مرکه کې په دې اعتراف کړی چې د طالبانو ډله باندې پراخ نفوذ لري او په افغانستان کې یې د جګړې د دوام لپاره د دې ډلې ملاتړ کړی دی.

دا به کومه نوې خبره نه وي، خو په اوسني وضعیت کې د تعجب وړ ده چې طالبان هره ورځ د خپلې خپلواکۍ سپناوی ورکوي، خو د پاکستان مخکیني او اوسني چارواکي په ډاګه رسنیو سره خبرو کې وایي چې لکه د پخوانیو مجاهدینو یې د طالبانو ملاتړ او همکاري هم کړې ده.

اسد دراني په خپله مرکه کې ویلي چې دوی د خپلو ګټو لپاره طالبان د جګړې په خاطره راپورته کړل او اوږده کلونه یې د امریکا متحده ایالتونو خلاف جګړې ته وهڅول.

اسد دراني منلې چې د نړۍ پراخ فشارونه پرې و، خو دا چې د طالبانو فعالیت د پاکستان د ګټو د خوندیتوب لپاره اړین و، نو ځکه یې په هر وضعیت او زمان کې د دې ډلې هر اړخیزه ملاتړ کړی دی.

دا یوه بیلګه ده چې د پاکستان د استخباراتو مخکیني مشر وړاندې کړې، تر دې وړاندې جنرال پرویز مشرف د اور پر لیکه کتاب کې ویلي و چې طالبان له ۲۰۰۳ کال راهیسې دوی تنظیم کړل.

خو طالبان ولې د دوی دې څرګندونو ته ځواب نه واي، دا څو لاملونه لري چې طالبان نه غواړي دا ډول څرګندونې ځواب کړي او یا یې په تړاو غبرګون وښيي.

یو لامل دا دی چې طالبان تراوسه له پاکستان سره یرغمل دي او هر هغه دستور چې د پاکستان استخبارات یې طالبانو ته ورکوي، هم هغه تطبیق کوي.

بل دا چې طالبانو قومندانانو او سیاسي مشران له پاکستان څخه د افغان جګړې د دوام لپاره پراخ امکانات ترلاسه کوي، له همدې کبله نه شي کوی چې حتی یو ټویټ وکړي چې د اسد دراني دا څرګندونې بې ځایه او ناسمي دي.

له دې سره به لږ ترلږه د طالبانو جرت د پاکستان پروړاندې مالوم شي، په افغانستان کې خو طالبان حتی د ولسمشر د مرستیال ویاند په څرګندونو هم غبرګون ښيي، خو د دې جرات نه لري چې د یو هېواد د استخباراتو د مشر څرګندونو باندې غبرګون وښيي.

افغان حکومت همدا غږ پورته کوي چې طالبان خپلواک نه دي او اصلي واګي یې له نورو سره دي.

له همدې کبله د افغان حکومت تمرکز پر اسلام اباد دی چې څنګه کولی شي دې پروسه کې همکاري وکړي او طالبان مجبور کړي چې له جګړې لاس واخلي، اوربند وکړي او پایداره سولې او ثبات ته ورسیږي.

افغان حکومت باور لري چې که له پاکستان سره یې سوله وشي، له طالبانو سره سوله بیا اسانه ده او هغه څه چې پاکستان یې د سولې په مقابل کې د طالبانو په فرمایش غواړي، هغه هیڅ افغان ته د منلو نه ده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply