که د طالبانو همکاري نه وي، القاعده افغانستان کې یوه ورځ هم نشي تېرولی

نوید احمد څرک

0 538

القاعده ډله چې نړیوال تروریزم تشکیل کوي، په افغانستان ورته جغرافیه نه ده برابره چې دایمي د ترهګرو مرکزونه پکې ولري او دوام وکړي.

دا ډله چې اکثریت جنګیالي یې بهرنیان دي، هیڅکله د افغانستان په جغرافیه کې نه شي چلیدلی، خو دا چې ځینو سیمو کې طالبان ورسره همکاري دي، په افغانستان کې یې شپې ورځې تیریږي.

له القاعده ډلې سره اکثره جنګیالي د هغو هېوادونو دي چې نه پراخه اوبه لري، نه غرونه او نه هم ځنګلونه لري، خو په افغانستان کې د جګړې جغرافیه اکثره وخت غرونه او ځنګلونه وي.

د القاعده ډلې ناکامي په افغانستان کې دا ده چې مخامخ دوامداره جګړه نه شي کولی، دا ډله یواځې په تېر کې له افغانستان څخه د جګړې د مورچل کار اخیستی او نورو هېوادونو کې یې ترهګریز فعالیتونه کړي دي.

نړیوال اوس ټول د دې ډلې پروړاندې مبارزه کې سره یو دي، یواځینی پاکستان دی چې د دې ډلې ملاتړ د مادیاتو لپاره کوي او ځینې مواردو کې یې د خپلو ګټو لپاره کاروي.

تاسو ولیدل چې د القاعده ډلې مشر یې ایبټ اباد کې د یو پوځي مرکز څنګ ته ساتلی و چې بیا پرې بهرنیو ځواکونو عملیات وکړل او هغه یې له منځه یوړه.

دا کومه نوې خبره نه ده، د پاکستان او القاعده ډلې اړیکې د پخواني شوروي اتحار سره د جګړې پروړاندې جوړې شوي او له هغې ورځې تر نن پورې له دې ډلې امکانات اخلي او بهرنیو هېوادونو کې یې ځینو مواردو کې د خپلو ګټو لپاره کاروي.

خو دا چې القاعده ډله پر پاکستاني استخباراتو او پوځ پوه شوې چې هر کله یې په امریکا او نورو هېوادونو پلوري، له دې هېواد یې لاس اخیستی او باور پرې نه شي کولی.

د دې ډلې لپاره اوس تر ټولو باوري ادرس په افغانستان کې طالبان دي او ځینې د القاعده ډلې مشران له ډیورنډ کرښې هاخوا وزیرستان کې هم ساتل کیږي.

خو دا چې افغانستان کې د دې ډلې لپاره جغرافیه سمه برابره نه ده، د جګړې امکانات او پيسې طالبانو ته ورکوي او له هغوی د جنګیالیو کار اخلي.

که القاعده ډله هر څومره کوشش وکړي چې افغانستان کې خوندي ځایونه برابر کړی، نه شي توانیدلی، ځکه اوس افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د دې وړتیا لري چې د افغانستان په هر ګوډ کې عملیات وکړي.

خو دا چې طالبان د القاعده ډلې لپاره سپر ګرځیدلي، هر کله د دې ډلې مشرانو ته په خپلو کورونو کې ځای ورکوي چې بیا ډیر کله افغان ځواکونه عملیاتو او هوایي بریدونو ته زړه نه ښه کوي چې ملکي وګړي پکې قرباني نه شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply